دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 141655
جمهور رئیس غني د پکتیکا له مشرانو او استازو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د پکتیکاولایت له یو شمېر مشرانو او په ملي شورا کې د یاد ولایت له استازو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د ملي امنیت د عمومي ریاست رئیس محمد معصوم ستانکزي، د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي، د چارو ادارې مرستیال محمد هارون چخانسوري او د مخابراتو وزارت مرستیال سیداحمدشاه سادات هم حضور درلود. په پیل کې یادو مشرانو د ۲۰۹شاهین قول اردو شهیدانو ته د فردوس جنت دعا وکړه او جمهور رئیس ته یې د هغوی د شهادت له امله تسلیت ووایه.
په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي محمود سلېمانخېل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د یاد ولایت د ولسوالیو د بندو لارو، د انکشافي پروژو د نه تطبیق، د ښوونځیو او د مخابراتي اسانتیاو د نشتوالي او په بېلابېلو ادارو کې د یاد ولایت د ځوانو او علمي کدرونو د جذبولو په اړه یې د خلکو وړاندیزونه جمهور رئیس سره شریک کړل.
ورپسې د دولت د چارو د انسجام مرستیال محمدهارون چخانسوري په راتلونکو درې کالو کې په پکتیکا کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو د ۷۲ انکشافي پروژو په اړه معلومات ورکړل. هغه زیاته کړه، په هرو درې میاشتو کې به د دغو پروژو د تطبیق بهیر له اړوندو ادارو او وزارتونو سره تعقیب کړو.
جمهور رئیس د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته په ۲۰۹شاهین قول اردو کې د تروریستي پېښې د شهیدانو له امله د تسلیت او خواخوږۍ څخه مننه وکړه او د ملي امنیت عمومي رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې د پکتیکا ولایت د امنیت د ښه تامین په موخه له خلکو سره د مرستې پروګرام برابر کړي.
جمهور رئیس غني د مخابراتو وزارت معین ته لارښوونه وکړه چې د پکتیکا ولایت په اړوندو ولسوالیو کې د مخابراتو د پایو د ودرولو اقدام وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د ملي دفاع وزارت سرپرست ته دستور ورکړ چې د پکتیکا ولایت د ولسوالیو د لارو د خلاصولو لپاره ترتیبات ونیسي. هغه زیاته کړه، په یادو ولسوالیو کې به ژر تر ژره انکشافي پروژې هم تطبیق شي.
محمد اشرف غني د جمهوري ریاست سلاکار شمیم کټوازي ته لارښوونه وکړه چې په عاجله توګه د پکتیکا ولایت په شپږو ولسوالیو کې د شپږو ښوونځیو د جوړولو ترتیبات ونیسي. د دغو شپږو ښوونځیو د جوړولو لګښت جمهور رئیس له خپلو شخصي پیسو څخه ورکوي.
جمهور رئیس غني د پکتیکا مشرانو ته په یادو ولسوالیو کې د امنیت د تامین تر څنګ د انکشافي پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ او د هېواد د دفاع او امنیت د تامین په برخه کې یې د پکتیکا د ولسونو هڅې او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دوی همېشنی ملاتړ وستایه.
https://avapress.com/vdchmznzm23nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته