دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 145327
په شمال کی د طالبانو منصوری عملیات، ماته خوړلي دی
جنرال امان الله میین د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندان رسنیوته وویل د جاری کال لمړیو دریو میاشتو کی د طالبانو څخه ۱۲۰ تنه وژل سوی او ۴۸ تنه نور ټپیان سوی دی.
د افغان غږ( افغان غږ خبری آژانس ) په ګزارش سره، جنرال امان الله میین؛ د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندان په یو خبری ناسته کی وویل: د دریو میاشتو په لړ کی د خالد ۱۳۹۶ عملیات د شروع څخه په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کی، د شورشیانو څخه ۱۲۰ تنه وژل سوی او ۴۸ نور یی ټپیان سوی دی.
هغه زیاته کړه: د شاهین ۲۰۹ قول اردو د ټولو امنیتی ځواکونو په ګډون، ۱۷ پلان سوی چاڼیز عملیاتونه او څو شپنۍ عملیاتونه د۹۶ خالد عملیات په چوکات کی په شمال او شمال ختیځی ولایتونو کی ترسره سو.
ښاغلی میین وایی: د ۹۶ خالد عملیات کی د نظامی ارګانونو په هڅی سره، د طالبانو منصور عملیات چی د دشمنانو له لوری پلان سوی وو د ماتی سره مخ سوی دی.
هغه وویل: دشمن ډیر تلفات لیدلی دی او په هغه دوو لویو چاڼیز عملیاتونو کی چی په جوزجان او تخار کی کی د هوا او ځمکی له لاری ترسره سو، د درانده تلفاتو ترڅنګ، څو تنه د قوماندانانو څخه یی هم هلاکت ته ورسید.
د هغه په وینا ۷۳ تنه شورشیان د امنیتی ځواکونو له لوری اسیر سوی دی او ۹۸ سلنه ماینونه هم کشف او چاودنه ورکړل سوی دی.
ښاغلی امان الله میین زیاته کړه: دشمن هغه وخت چی د جنګ په میدان کی بریالیتوب ته ونه رسیږی نو پر مسکونی سیمو، مساجدو او روغتونونو باندی انتحاری او چاودیدونکی بریدونه ترسره کوی.
https://avapress.com/vdchimnzq23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته