دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 105484
اشرف غنی، سوله؛ دافغانستان د خلګو اساسی اړتیا وبلله
دافغانستان  ؤلس مشر، محمد اشرف غنی، سوله  د دی  هیواد د خلګو اساسی  اړتیا وبلله، او ویی  ویل : چمتو دئ چی د سولی  په  لاره کی، ځان  قربانی کړی .
د خامه پرس  د نننی رپوټ  له  مخی، اشرف  غنی، په  اماراتوکی  د افغان کارګرانو د نمایندګانو په  کتنه کی، د افغانستان  د مشکلاتو د افغان غږ خبری آژانسرۍ  لپاره، پر سیاسی  حل  لاری باندی  په  ټینګار سره، زیاته کړه : د اماراتو مقامونو؛ د هر ډول  ممکنی  مرستی  د کولو وعده، د افغانستان  دولت  ته  ورکړې  ده .
دافغانستان ؤلس مشر، همداراز  د دغه  هیواد  د وړاندیزی کابینی  د غړیو په  باره کی  وویل :  دغه  کسان، د ټولو افغانانو استازی دی، او دهیواد دچارو  دښه کیدو لپاره به، له  یو اوبل  سره کار وکړی .
اشرف غنی، دافغان کارګرانو لپاره هم، یو زیرئ  درلود  او اعلان وکړ چی، له  دی  وروسته؛ دغه  کارګران کولای شی، دافغانستان  په  پاسپورټ سره  اماراتو ورشی او هلته کار  وکړی .
دافغانستان  ؤلس  مشر، پرون  په  اماراتوکی  د ابوظبی  د ولیعهد، شیخ محمد، او د اماراتو د وسله  والو ځواکونو  د اعلی  قومندان  د مرستیال،شیخ محمد بن  زاید آل نهیان، سره کتلی؛ او د دوؤ اړخیزو سیاسی همکاریو د پراختیا په  هکله یی، خبری اتری  وکړی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdch6mnzk23nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې