دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۳
د مطلب کود : 126689
جمهور رئیس غني قطري تاجران او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته قطر ته د خپل رسمی سفر په دویمه ورځ له یو شمېر پېژندل شویو قطري تاجرانو او پانګوالو سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته قطر ته د خپل رسمی سفر په دویمه ورځ له یو شمېر پېژندل شویو قطري تاجرانو او پانګوالو سره وکتل.
جمهور رئیس غني په دې کتنه کې د تولیداتو د زیاتوالي په ځانګړي ډول د برېښنا انرژي، طبیعي منابعو لکه غاز، تېلو، اوسپنې او مس د تولیداتو د زیاتوالي، د بشري قوا د ظرفیت د لوړولو او د سیمې د اتصال په نقطه د افغانستان د بدلولو لپاره د حکومت د طرحې او د افغانستان د راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړې.
قطري تاجرانو او پانګوالو په افغانستان کې په ځانګړي ډول د انرژي، کرنې او بانکدارۍ په برخو کې خپله لېوالتیا وښوده.
جمهور رئیس غني وویل، موږ په افغانستان کې د پانګې او پانګوالو د مصونیت لپاره اقدامات ترلاس لاندې لرو او په دې اقداماتو کې بنسټیز اصلاحات، د پانګونې په برخه کې اسانتیا او د مناسبې، ګټورې او اسانه پانګونې په خاطر د قوانینو ساده کول په کې شامل دي.
پېژندل شوي قطري تاجرانو او پانګوالو وویل، په افغانستان کې د پانګونې لپاره شرایطو، نفوس او ټولو موجوده ځانګړنو ته په پام په دې هېواد کې د پرمختګ ښې زمینې وجود لري او د پانګونې لپاره شرایط هم برابر دي.
هغوی د دې په ترڅ کې پر دې ټینګار وکړ چې افغانستان د غالیو صنعت د ودې لپاره ښه ظرفیتونه لري، ژمنه وکړه، چې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به سفرونه وکړي او هلته به د پانګونې امکانات وارزوي.
محمد اشرف غني زیاته کړه، د پانګونې د جلب په خاطر چې هر اقدام ته اړتیا وي ترسره به یې کړي. هغه وویل، موږ د غالی د تولیداتو په برخه کې د افغانستان د قوي ظرفیت ارزښت درک کوو او د ترکیې هوایي کرښو موافقه کړې چې د غالیو د صادراتو په برخه کې افغانستان سره همکاري کوي.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي مراوداتو زیاتوالي ته په پام د دوحې – کابل د مستقیمو الوتنو پیل او د هغه برعکس هم بحث وکړ او مهمې یې وګڼلې.
https://avapress.com/vdch6-nzw23ni-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته