دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۵۰
د مطلب کود : 148297
د غزنی اندر ولسوالی د سقوط په لمن کی!
د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ ددی ولایت اندر ولسوالی د سقوط احتمال څخه خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په خبرګزاری سره، عبدالجامع جامع؛ د غزنی ولایتی شورا غړۍ وایی: ددی ولایت اندر ولسوالی سقوط ته نږدی دی.

د هغه په وینا، د پسرلی د شروع څخه تراوسه د څلویشتو څخه ډیری پوستی د طالبانو په لاس سقوط کړی دی او که دولت د اندر ولسوالی وضعیت ته توجه ونه کړی او دی ولسوالی ته ډیر ځواکونه ونه استوی د راتلونکو ورځو په ترڅ کی به اندر ولسوالی په پوره توګه د مخالفانو په لاس سقوط وکړی.

ښاغلی جامع خبرداری ورکړ چی که اندر ولسوالی سقوط وکړی غزنی ښار هم سقوط ته نږدی کیږی ځکه چی د غزنی اندر دهلیز د د هغه ولایت پرجمعیته او لویو ولسوالیو څخه حسابیږی.

خو امنیتی چارواکی په غزنی کی د ښاغلی جامع دا ادعا ردوی، وایی: امنیتی ځواکونه د جنګ په ډګر کی په دی ولسوالی کی لوړ لاس لری.

https://avapress.com/vdcgy79quak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته