کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزنی اندر ولسوالی د سقوط په لمن کی!

24 اسد 1396 ساعت 22:50

د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ ددی ولایت اندر ولسوالی د سقوط احتمال څخه خبر ورکوی.


د آوا په خبرګزاری سره، عبدالجامع جامع؛ د غزنی ولایتی شورا غړۍ وایی: ددی ولایت اندر ولسوالی سقوط ته نږدی دی.

د هغه په وینا، د پسرلی د شروع څخه تراوسه د څلویشتو څخه ډیری پوستی د طالبانو په لاس سقوط کړی دی او که دولت د اندر ولسوالی وضعیت ته توجه ونه کړی او دی ولسوالی ته ډیر ځواکونه ونه استوی د راتلونکو ورځو په ترڅ کی به اندر ولسوالی په پوره توګه د مخالفانو په لاس سقوط وکړی.

ښاغلی جامع خبرداری ورکړ چی که اندر ولسوالی سقوط وکړی غزنی ښار هم سقوط ته نږدی کیږی ځکه چی د غزنی اندر دهلیز د د هغه ولایت پرجمعیته او لویو ولسوالیو څخه حسابیږی.

خو امنیتی چارواکی په غزنی کی د ښاغلی جامع دا ادعا ردوی، وایی: امنیتی ځواکونه د جنګ په ډګر کی په دی ولسوالی کی لوړ لاس لری.


د مطلب کود: 148297

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148297/د-غزنی-اندر-ولسوالی-سقوط-په-لمن-کی

آوا
  https://www.avapress.com