دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 139738
د آسیا د پانګونې او بېخبنا په بانک کې د افغانستان غړیتوب ګټور ګام دی
مالیې وزارت د آسیا د پانګونې او بېخبنا په بانک کې د افغانستان غړیتوب ګټور ګام بولي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، په دې بانک کې د افغانستان غړیتوب کولی شي په مالي چارو او د نړیوالو مرستو په تر لاسه کولو کې زیاتې آسانتیاوې را منځته کړي.
نوموړی د آسیا د پانګونې او بېخبنا په بانک کې د افغانستان غړیتوب د اقتصادي ودې لپاره ګټور ګام ګڼي او وایي، د دغه بانک په مرسته مونږ کولی شو په هېواد کې بنسټیزې پروژې پلې او مثبته وټه ییزه وده ولرو.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش زیاتوي، په دې برخه کې به د افغانستان مدیریت ډېر ګټور او د حساب وړ وي.
د نوموړي په وینا؛ وګورو، چې د افغانستان حکومت څه راز برنامې لري او څنګه کولی شي د دغه بانک ګټه د ملي افتصاد په وده او پراختیا کې وکاروي.
د آسیا د پانګونې او بېخبنا بانک دوه کاله مخکې د چین د ولسمشر لخوا پرانیستل شو. د دې بانک موخه د ودې په حال کې هېوادونو سترو پروژو ته د مالي مرستو برابرول ګڼل کیږي.
https://avapress.com/vdcgwy9q7ak9wu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته