دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 72812
بانکي مون پا کستان ته د خپل وروستي سفر په اړه د یوې ټیلفوني اړیکې په ترڅ کې حامدکرزي ته معلومات ورکړل
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بانکي مون، د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره، پرون ماښام په ټیلفون خبرې وکړې.
بانکي مون په دغو ټیلفوني خبروکې حامدکرزي ته پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل.
بانکي مون هیله څرګنده کړه چې په نیږدې راتلونکې کې پاکستان ته د حامدکرزي سفر د دواړو هېوادونو لپاره مثبتې پایلې له ځان سره ولري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي سبب شي.
همدا راز په دغو ټیلفوني خبروکې دواړو لورو د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د نیول شوي چمتوالي په باب خبرې وکړې .
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي ته بلنه ورکړه چې د ملګرو ملتونو د سازمان د اسامبلې په عمومي غونډه کې ګډون وکړي چې د روان کال د سپتامبر په میاشت کې د نیویارک په ښارکې جوړیږي.
په مقابل کې حامدکرزي د ښاغلي بانکي مون له ټیلفوني اړیکې او د ملګرو ملتونو د سازمان د اسامبلې په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره ده ته د بلنې له ورکولو څخه مننه وکړه، وې ویل چې موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه چې موږ نه یوازې په افغانستان، بلکې په پاکستان او سیمه کې هم د امن او ثبات د ټینګښت هیله لرو.




--
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchi6nq.23nizdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته