دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 138739
راتلونکی پسرلۍ؛ د ګواښ او چانس فصل
محمد محقق؛ د اجرایی ریاست دوهم معاون دولت ته هشداری ورکړ چی په راتلونکی کال کی امنیتی مسایلو ته هر ډول بی توجهی کولای سی په هیواد کی یو لوی مشکل او بحران رامنځته کړی.
ښاغلی محقق، په راتلونکی پسرلۍ کی د ناامنیو د ډیریدو احتمال څخه خبردارۍ ورکړ.
ښاغلی محقق وویل؛ نوی رامنځته سوی شرایط او حالات چی په نړۍ او منطقه او زموږ په هیواد کی رامنځته سویدی ډیر حساس شرایط دی او که موږ ورته توجه ونه کړو امکان لری په راتلونکی پسرلۍ کی ډیر مسایل بدلون وکړی.
هغه اضافه کړ: ننۍ بین المللی تروریزم د نړۍ ډیر پر پښو دریدلی هیوادونه د پښو څخه غورځولی دی. د عراق، سوریی، لیبیا او د نړۍ ډیر آبادو هیوادونه تروریزم خراب کړی دی. افغانستان چی څلور لسیزه کیږی چی قربانی ورکوی، نن ټوله بین المللی تروریزم پر افغانستان باندی تمرکز کړی دی.
محقق همدارنګه د دولت او افغانستان څخه د مجاهدینو د نه تجهیزولو څخه د تروریستانو په وړاندی په شدت سره نیوکی وکړی.
په دی حال کی، دا یواځی ښاغلی محقق نه دی چی د راتلونکی کال د پسرلۍ د رارسیدو په اندیښنه کی دی؛ هغه فصل چی وړاندوینه کیږی یوځل بیا د تروریزم او ضد تروریزم د جنګ د شعله وره کیدو او د سکوت استمرار او د سولی په برخه کی د جاری سرما شاهدان به یو.
ناظران وړاندوینه کوی چی په راتلونکی پسرلۍ فصل کی، تروریستان او منطقه ای او بین المللی ملاتړ کوونکی یی به ډیر پراخ هڅی د ناامنیو د ډیروالی لپاره وکړی او هڅه به وکړی چی ناامنی د اطرافو څخه و ښارونو ته یوسی اوپه دی ترتیب سره، په قوی احتمال سره، دولت، امنیتی ځواکونه او خلګ، ډیر سخت وضعیت په راتلونکی کی به ولری.
دا هغه څه دی چی نشانی د اوس څخه د لیدلو وړ دی. داعش یو ضد امنیتی خطر په عنوان په بین المللی ابعادو کی، په شدت سره د تقویت په حال کی دی او د افغانستان د ختیځ څخه تر لویدیځه او د شمال څخه تر جنوبه پوری او همدارنګه د مرکزی ولایتونو د سلطی او نفوذ د پراختیا په حال کی دی. د تیرو ورځو په ترڅ کی، ډیر بیلابیل ګزارشونو د داعش د نظامی او تروریستی تحرکاتو څخه په ننګرهار او جوزجان او نورو منطقو کی مخابره سوی دی چی ټوله د افغانستان امنیت او ثبات ته د یو بد فصل شکاره کوونکی دی.
رییس جمهور اشرف غنی او نور دولتی ارشد مقامات هم ډیر ځلی د ۲۰ بین المللی تروریستی ډلو د فعالیتونو څخه او دهغه د راتلونکی پیامدونو څخه د افغانستان د امنیت لپاره په راتلونکی فصل کی هشدار ورکړی دی.
دا هشدارونه او یا خبرداري په دی معنی دی چی دولت، خلګ، او امنیتی ځواکونه او د افغانستان بین المللی ملاتړ کوونکی د اوس څخه باید د یو قدرتمنده او لوړ مدته او بنسټیزه تدابیرو طرحی په لټه کی وی چی پرمختلونکی ناامنی مهار کړای سی او دهغه ناامنیو مخه ونیسی چی په راتلونکی خورشیدی کال په پسرلۍ کی تروریستان ورته تدارک لیدلی دی.
دا امر، که څه هم د ډیرو ګاونډی هیوادونو او منطقه ای قدرتونو لپاره یو بالفعل او جاری ګواښ بلل کیږی؛ خو د افغانستان امنیتی استراتژیستانو او سیاستمدارانو لپاره، یو مهم چانس بلل کیږی؛ ځکه چی هغوی د منطقه ای لویو قدرتونو او ګاونډي هیوادونو د مشروع اندیښنو په پوهیدو سره او د ګواښ بدلول په فرصت یا چانس سره، په ښه توګه کولای سی د بین المللی او منطقه ای موثرو قدرتونو څخه یو قوی او قدرتمنده محور د بین المللی تروریزم په وړاندی رامنځته کړی او په دی ترتیب سره، نور هیوادونه په دی مجبور کړی چی په هغه جنګ کی چی د رییس جمهور په وینا، یواځی په افغانستان باندی متعلقه نه دی او د افغانستان امنیتی ځواکونه د ټولو هیوادونو څخه په نیابت کی د تروریزم سره مقابله کوی چی ددی جهانی خطر په ګواښ کی دی، مشارکت کړی او ځان سهیم کړی.
البته دا کار، هیڅ وخت په دی معنی نه وی چی په افغانستان کی مستقیم نظامی حضور پیدا کړی؛ بلکه هر یو ددی محور د غړو څخه خپل توان او تجربی ته په کتو سره، کولای سی په خپل سهم سره، دافغانستان خلګ، دولت او امنیتی ځواکونه د بین المللی تروریزم سره په مبارزه کی مرسته وکړی.
https://avapress.com/vdcgw79qyak9wu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته