د کندهار له زندانه د ولسمشر غني د ۳ فرمانونو پر اساس، د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۶۲ بندیان ازاد او د ۱۹ نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
چارواکي وايي چې دغه ۶۲ بندیان چې ټول جنايي دي، د کوچني اختر، لوي اختر او د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت، د ولسمشر د ۸۲، ۱۱۰ او ۱۲۴ ګڼه فرمانونو پر اساس له زندانه ازاد شول.
د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوشان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ۸۲ یمه ګڼه فرمان کې چې د کوچني اختر په مناسبت صادر شوی و، ۳۷ تنه نارینه، یوه ښځه او یو کوچنی ازاد شوي او د ۱۲ نور کسانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
کوشان زیاته کړه په ۱۱۰ مه ګڼه فرمان کې چې د خپلواکی د ورځې یا د اسد د ۲۸ مې په مناسبت صادر شوی، ۱۵ تنه نارینه، ۵ ښځې او دوه کوچنیان ازاد شول او د پنځو کسانو د بند په موده کې کمښت راغلی دی.
د کوشان په خبره ۱۲۴ ګڼه فرمان چې د لوی ختر په مناسبت صادر شوی، د یوې ښځې په شمول ۴ تنه ازاد شول او د دوو کسانو د بند په موده کې کموالی راځي.
د یادولو وړ ده چې د کال د ټولو ځانګړو ورځو په مناسبت ولسمشر د جینايي بندیانو د بند د کمښت لپاره فرمانونه صادروي.