کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشر د فرمانونو له مخې کندهار کې ۶۲ بندیان له بنده ازاد شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 عقرب 1396 ساعت 16:37


د کندهار له زندانه د ولسمشر غني د ۳ فرمانونو پر اساس، د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۶۲ بندیان ازاد او د ۱۹ نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.

چارواکي وايي چې دغه ۶۲ بندیان چې ټول جنايي دي، د کوچني اختر، لوي اختر او د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت، د ولسمشر د ۸۲، ۱۱۰ او ۱۲۴ ګڼه فرمانونو پر اساس له زندانه ازاد شول.

د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوشان نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په ۸۲ یمه ګڼه فرمان کې چې د کوچني اختر په مناسبت صادر شوی و، ۳۷ تنه نارینه، یوه ښځه او یو کوچنی ازاد شوي او د ۱۲ نور کسانو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.

کوشان زیاته کړه په ۱۱۰ مه ګڼه فرمان کې چې د خپلواکی د ورځې یا د اسد د ۲۸ مې په مناسبت صادر شوی، ۱۵ تنه نارینه، ۵ ښځې او دوه کوچنیان ازاد شول او د پنځو کسانو د بند په موده کې کمښت راغلی دی.

د کوشان په خبره ۱۲۴ ګڼه فرمان چې د لوی ختر په مناسبت صادر شوی، د یوې ښځې په شمول ۴ تنه ازاد شول او د دوو کسانو د بند په موده کې کموالی راځي.

د یادولو وړ ده چې د کال د ټولو ځانګړو ورځو په مناسبت ولسمشر د جینايي بندیانو د بند د کمښت لپاره فرمانونه صادروي.


د مطلب کود: 152210

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152210/د-ولسمشر-فرمانونو-له-مخې-کندهار-کې-۶۲-بندیان-بنده-ازاد-شوي

آوا
  https://www.avapress.com