د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
د هلمند د والي وياندعمر ځواک وايي چي نن تر غرمې مخکي د هلمند د ګرشګ ولسوالۍ په نهرسراج سميه کي د ماين په چاودنه کي د شهرا کندک د ټولى قوماندان جمعه خان دوستيار په ګډون څلور تنه ملي پوليس وژل شوي دي او دوه نور هم ټپيان دي .
هغه وايي ياد پوليس د نهر سراج په پوپل زو شاخ سيمه کي په ګزمه پوخت وو چي د سړک د غاړي ماين پرې چاودنه کړې ده او ياده مرګ ژوبله يې اړولې .
د نوموړي په خبره دوه تنه ټپي شوي پوليس يې د درملني په موخه روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې نازک دى .
د پوليسو دغه افسر تر دې وړاندي په ګرمسير ولسوالى کي د بې نادر د سيمي د حوزې قوماندان وو چي نن په ياده چاودنه کي وژل شوى دى.