د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
د سولې د عالي شورا لومړي مرستیال کریم خلیلي وایي چې د سولې د عالي شورا له غونډو څخه یې ځان لیرې کړی. هغه تینګار کوي چې اوسنۍ او پخوانۍ حکومت د سولې په برخه کې لاسته راوړنه نهده لرلې او د سولې په تګلارې باید بیا کتنه وشي.
په داسې حال کې چې ډېری کسان د سولې د عالي شورا د کار دوام د پیسو خوشې لګول بولي، او ویل کېږي چې د دغې شورا ډېری کارونه د حکومت له خوا په مخ وړل کېږي؛د دغې شورا لومړی مرستیال محمد کریم خلیلي هم د سولې د شورا د تګلارې په بدلون ټینګار کوي او د دې بهیر له بې پایلې والي څخه نیوکه کوي.
د سولې د عالي شوار لومړي مرستیال کریم خلیلي په دې اړه وویل:«زه باور لرم چې پخواني حکومت هم،لکهڅه ډول چې لازمه وه،بریا نهدهلرلې.اوسني حکومت هم له بده مرغه هېڅ بریا نهده لرلې.په دغه بیر باید بیا کتنه وشي.»
له بلخوا ښاغلی خلیلي وايي چې د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې د جوړېدو هوکړه یوازې د ولسمشر او اجرائيه رییس ترمنځ شوې وه نه د دو ډلو ترمنځ.
خلیلي وویل:«د اساسي قانون لویه جرګه په هوکړه لیککې راغلې،دا دوو محترمو(غني او عبدالله)ترمنځ دی نه د دوو ډلو ترمنځ.خو د خلکو لپاره باید هوکړه لیک عملي شي،که څه هم تراوسه د هغه عملي کېدل ډېر کمزوري دي.»
د سولې د عالي شورا نظر
د سولې عالي شورا اوسه تر ۵۰ غړي لري، چې جهادي مشران، با نفوذه او قومي مشران ، یوشمېر ځوانان او ښځې هم په دغه بنسټ کې فالیت کوي.خو اصلي اندېښنه دا ده چې د نړۍ له همکارۍ څخه پرته افغانستان نهشي کولای سولې ته ورسېږي.
د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي:«تر هغه وخته چې نړیوال هېوادونه د سولې په برخه کې له موږ سره همکاري ونه کړي،سمه پایله به ترلاسه نهشي.ټول پوهېږي چې سوله یوه بنسټیزه اړتیا ده چې له بده مرغه حکومت په دغه لومړیتوب نه دی توانېدلی چې څه وکړي.»