کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلي:

د سولې په تګلارې باید بیا کتنه وشي

3 دلو 1395 ساعت 7:39

په داسې حال کې چې ډېری کسان د سولې د عالي شورا د کار دوام د پیسو خوشې لګول بولي، او ویل کېږي چې د دغې شورا ډېری کارونه د حکومت له خوا په مخ وړل کېږي؛د دغې شورا لومړی مرستیال محمد کریم خلیلي هم د سولې د شورا د تګلارې په بدلون ټینګار کوي او د دې بهیر له بې پایلې والي څخه نیوکه کوي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د سولې د عالي شورا لومړي مرستیال کریم خلیلي وایي چې د سولې د عالي شورا له غونډو څخه یې ځان لیرې کړی. هغه تینګار کوي چې اوسنۍ او پخوانۍ حکومت د سولې په برخه کې لاسته راوړنه نه‎ده لرلې او د سولې په تګلارې باید بیا کتنه وشي.

په داسې حال کې چې ډېری کسان د سولې د عالي شورا د کار دوام د پیسو خوشې لګول بولي، او ویل کېږي چې د دغې شورا ډېری کارونه د حکومت له خوا په مخ وړل کېږي؛د دغې شورا لومړی مرستیال محمد کریم خلیلي هم د سولې د شورا د تګلارې په بدلون ټینګار کوي او د دې بهیر له بې پایلې والي څخه نیوکه کوي.

د سولې د عالي شوار لومړي مرستیال کریم خلیلي په دې اړه وویل:«زه باور لرم چې پخواني حکومت هم،لکه‎څه ډول چې لازمه وه،بریا نه‎ده‎لرلې.اوسني حکومت هم له بده مرغه هېڅ بریا نه‎ده لرلې.په دغه بیر باید بیا کتنه وشي.»

له بلخوا ښاغلی خلیلي وايي چې د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې د جوړېدو هوکړه یوازې د ولسمشر او اجرائيه رییس ترمنځ شوې وه‎ نه د دو ډلو ترمنځ.

خلیلي وویل:«د اساسي قانون لویه جرګه په هوکړه لیک‎کې راغلې،دا دوو محترمو(غني او عبدالله)ترمنځ دی نه د دوو ډلو ترمنځ.خو د خلکو لپاره باید هوکړه لیک عملي شي،که څه هم تراوسه د هغه عملي کېدل ډېر کمزوري دي.»

د سولې د عالي شورا نظر

د سولې عالي شورا اوسه تر ۵۰ غړي لري، چې جهادي مشران، با نفوذه او قومي مشران ، یوشمېر ځوانان او ښځې هم په دغه بنسټ کې فالیت کوي.خو اصلي اندېښنه دا ده چې د نړۍ له همکارۍ څخه پرته افغانستان نه‎شي کولای سولې ته ورسېږي.

د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي:«تر هغه وخته چې نړیوال هېوادونه د سولې په برخه کې له موږ سره همکاري ونه ‎کړي،سمه پایله به ترلاسه‎ نه‎شي.ټول پوهېږي چې‎ سوله یوه بنسټیزه اړتیا ده چې له بده مرغه حکومت په دغه لومړیتوب نه دی توانېدلی چې څه وکړي.»


د مطلب کود: 136984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136984/د-سولې-په-تګلارې-باید-بیا-کتنه-وشي

آوا
  https://www.avapress.com