دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 139963
د دوو ګاونډیانو د اړیکو لید د لوړو حصارونو څخه
د پاکستان ځواک قومانده ویلی دی چی د فلزی حصار یا مرز د جوړولو کار په معروض یا ګواښو څخه ډک ساحو کی د دیورند خط په اوږدو کی شروع سوی دی.
قمر جاوید باجوه؛ د پاکستان ځواک قومانده وایی چی ددی موانعو د جوړو کار د باجور او مهمند ایجنسی پاکستانی قبایلی ساحاتو څخه چی د ننګرهار او کنر ولایتونو سره هم مرزه دی، شروع سوی دی.
هغه په ادامه کی وویل چی دا کار ددواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان د امنیت او ثبات په ګټه به وی.
افغانستان هر دور حصار جوړول په هر ډول ساخت او ساز سره د دیورند خط په اوږدو کی، مردود او غیری قبول وړ وبلل او د کابل مقاماتو په وینا داسی کار ته به اجازه ورنه کړل سی.
عبدالله عبدالله؛ اجرایی رئیس د پاکستان د تصمیم څخه په نیوکی سره وویل چی د دیورند خط هغه لوری څخه هر ډول فعالیت چی ددواړو هیوادونو په منځ کی د حساسو مسایلو کی تشویش رامنځته کړی، ددواړو هیوادونو په همکاری سره د هراس افکنی سره مبارزی په لړ کی مرسته نه کوی.
کارپوهان وړاندوینه کوی چی د پاکستان دا یو جانبه او تحریک آمیز اقدام، ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکی تر هغه هم خرابوی او ددواړو هیوادونو ترمنځ مثبت تعامل د هر وخت څخه له منځه وړی.
د پاکستان دا اقدام د څیړونکی په وینا، د افغانستان ددولت له لوری، لکه څنګه چی اجرایی رییس د عکس العمل څخه معلوم دی، ددواړو هیوادونو په اړیکو کی حساسو مسایلو باندی ګوته ایښونه به وارزول سی او انتظار کیږی چی کابل په دی برخه کی، سخت عکس العمل وښیی؛ ځکه چی د پوهانو په باور، د پاکستان حکومت دا تصمیم، د کابل له نظره، اسلام آباد د دیورند استعماری خط و رسمی کولو ته یو ګام نورهم نږدی کوی او د افغانستان دولت له نظره، ددی چرکی او معضل تاریخی مشکل د حل لپاره هر ډول متناسب کار دا به د اساسه څخه له منځه یوسی.
پاکستانیان ددی نه مخکی هم اذعان کړی وو چی د دیورند مرزی خط، ددواړو هیوادونو ترمنځ بین المللی او رسمی خط دی او دا خط د بین المللی ټولنی له خوا هم په رسمیت پیژندل سوی دی. خو کابل دا ادعا ردوی او وایی چی ددی خط قرارداد اعتبار تاریخ چی ددی خط جوړولو سبب سو، کلونه مخکی منقضی سوی او د دیورند خط هغه لوری ته پراخ منطقی په حقیقت کی د افغانستان خاوره پوری اړه لری او یو ورځ باید دی هیواد ته بیرته وګرځول سی.
په همدی لړ کی ځینی قراردادونه هم ددواړو هیوادونو بیلابیلو برخو کی امضا سوی دی چی د هغوی په اساس د دیورند خط حقوقی معضل حل او فصل پوری، ددواړو لورو څخه هیڅ یو، خپل کنترل لاندی منطقو د جوړولو حق نه لری.
په دی حال کی ددواړو هیوادونو ترمنځ د اوضاع د خرابیدو له امله او د وحدت ملی حکومت په دوران کی ددواړو هیوادونو د اړیکو خرابیدلو سره، پاکستان د دیورند خط هغه لوری ته ډیرو اقداماتو باندی لاس پوری کړی دی؛ هغه اقدامات چی د افغانستان سخت عکس العمل او خشم هم د ځان سره لرلی دی.
داسی په نظر رسیږی چی د پاکستان ځواک له خوا د مرز هغه لوری ته د فلزی حصار جوړونه هم په همدی برخه کی تازه اقدام وی او ددی اقدام شروع کول، یو ځل بیا افغانستان په یو سخت معرض کی قرار ورکوی؛ هغه آزموینه چی ماهیت، میزان، د کابل پراخ عکس العمل، شدت او ضعف او تبعات او د هغه پیامدونه به تعین کړی.
هغه څه چی په اوس حاضر حال کی شتون لری دادی چی ددواړو هیوادونو اړیکو لید د فلزی لوړ حصارونو په جوړولو سره ډیر تیره او عکس العملونو څخه ډک معلومیږی او د هغه راتلونکی هیڅ معلوم نه دی.
څیړونکی وایی چی ددی ډولو مشکلاتو باندی لاس وهل په هیڅ ډول سره ددواړو هیوادونو په ګټه نه دی او یواځنی لاره ددی وضعیت د حل لپاره، ددریم لوری میانجیګری او مشارکت لکه سازمان ملل او یا بل بین المللی معتبر حقوقی نهاد دی.
کابل که څه هم ډیر ځلی داسی پیشنهادونه مطرح کړی دی؛ خو اسلام آباد په ظاهر سره، ددواړو هیوادونو ترمنځ د مشکلاتو حل د سولی او مسالمت له لاری نه غواړی.
په دومره عقلانی مدیریت موجود وضعیت ددواړو هیوادونو اړیکو کی، هغه چانس دی چی تراوسه په پوره توګه نه دی زایل سوی.
https://avapress.com/vdcg3y9qwak9wy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته