دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود : 82756
د امریکا پوځ په افغانستان کې خپل ماین ضد زغرګاډي ویجاړوي
تاند- د امریکا متحدو ایالتونو پوځ په افغانستان اوعراق کې د سړک د غاړې د وژونکو بمي حملو په وړاندې د مصونیت لپاره په ۲۰۰۷ میلادي کال د شپاړس ټنه وزن لرونکو زغرګاډو فرمایش ورکړ څو په دغو دوو هیوادونو کې امریکايي پوځیان او سمندري پلي سرتېري د سړک د غاړې له بمي چاودنو خوندي شي.
دغو زغرګاډو، چې (MRAPS) نومېږي او هر یو په یو ملیون ډالره تمام شوی، بې شمېره امریکايي پوځیان له مرګه وژغورل او د طالبانو له لوري په زرګونو ماینونه او چاودېدونکې وسیلې یې شنډې کړې. له همدې کبله امریکايي پوځیانو پر دغو زغرګاډو ځای ـ ځای نوټونه لیکلي او مننې یې لیکلي دي چې دوی یې ساتلي دي.
نو بیا ولي د امریکا پوځ د شاوخوا دوه زره دا ډول زغرګاډو ویجاړول پیل کړي او زړې وسپنې یې خرڅلاو ته وړاندې کړي دي؟

دا زغرګاډي یوازې شپږ کاله پخوا جوړ شول او پر ۲۷ زرو یې پنځوس ملیارد ډالره ولګېدل.

د امریکا پوځ اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې دا زغرګاډي په مصرف نه ارزي چې بېرته یې خپل هیواد ته یوسي نو یې په چاودنو ویجاړوي.
ډېر شمېر (MRAPS) زغرګاډي وروسته له دې چې پوځي وسایل ورڅخه لېري شوي پر زړو وسپنو بدل کړای شوي او د زړې وسپنې یې پر افغان سوداګرو پلورل شوي دي.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یوه ویندوی مارک اي. وریټ وویل، په افغانستان کې د هر (MRAPS) زغرګاډي په ویجاړولو او پر زړو وسپنو د هغو پر بدلولو ۱۲ زره ډالر لګېږي خو که وغواړو چې بېرته یې امریکا ته یوسو، د هر یوه پر وړلو او ترمیمولو له دوه نیم لکه تر څلور نیم لکه ډالره لګښت راځي نو تر وړلو یې غوره دا ده چې ټوټه – ټوټه شي او وسپنې یې وپلورل شي. په دې توګه به پنځه سوه ملیون ډالر وسپمول شي.
د امریکا د دفاعي اولوژیستیکي ادارې په وینا د اکتوبر تر میاشتې پوري په افغانستان کې ۱۹۳۸ زغرګاډي په زړو وسپنو اړول شوي دي.
د امریکا دفاع وزارت دا زغرګاډي د افغانستان امنیتي ځواکونو ته نه ورکوي ځکه چې دا وزارت دې نتیجې ته رسېدلی چې (MRAPS) ډېر پېچلي او ګران کمپیوټري سیستم لري او افغان ملي اردو ورڅخه لا کار نه شي اخیستلی. د افغان امنیتي ځواکونو لپاره، چې تر نیمايي زیات یې لیک لوست نه شي کولی، د دغو زغرګاډو ساتنه هم خورا ګرانه ده.
د امریکا دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د (MRAPS) پر ځای (MSFV) ورکول کېږي چې ګرځنده حمله کوونکي زغرګاډي دي. دا زغرګاډي په پوځي وسلو او نورو وسایلو سمبال دي.
د دوی په وینا د (MSFV) زغرګاډیو ټول ارزښت ۸۸۷ ملیون ډالره دی او د (MRAP) په شان د چاودنو په وړاندې مصونیت لري.
د امریکا پوځ افغان ملي اردو ته خپل پیک اپ ټرکونه، کورونه، سیار تشنابونه او پوځي اډې هم سپاري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvedc.w6d0taz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته