دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 141715
یوناما: په تیرو ۳ میاشتو کې ۷۱۵ ملکیان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پالوي (یوناما) وایي، په تیرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۷۱۵ ملکیان وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان دي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د یوناما له لوري د ۲۰۱۷ میالدي کال وروستۍ شمیرې چې نن خپرې شوې ښیي چې د ملکي وګړو د تلفاتو شمیره ال هم لوړه ده.

د راپور پر بنسټ، د ملکیان تلفات د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله ۴ سلنه ټیټوالی په ګوته کوي. د ملکیانو وژنې دوه سلنه او د ملکي وګړو د ټپی کیدو په شمیره کې ۵ سلنه لږوالی راغلی دی.

د تیر ۲۰۱۶ کال په څیر ځمکنۍ نښتې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو ستر المل پاتې شوی چې ورپسې له وړاندې تعبیه شوي چاودیدونکي توکي او ځانمرګي بریدونه او همغږي ځانمرګي بریدونه د ملکي تلفاتو الملونه په ګوته شوي.

یوناما وایي، د ملکي تلفاتو د کچې راټیټیدو سره سره، ځمکنۍ نښتې د ملکي تلفاتو تر ټولو ستر المل په ګوته کیږي چې له امله ۳۵ سلنه تلفات رامنځ ته شوې.

حکومت مخالفه ځواکونه د ملکي تلفاتو د ۶۲ سلنې المل شوې – ۱۳۵۳ ملکي تلفات ) ۴۴۷ وژل شوي او ۹۰۶ ټپیان( چې دا د تیر ۲۰۱۶ میالدي کال د همدې مودې په پرتله پنځه سلنه لوړوالی په ګوته کوي.

د یوناما راپور همداراز ښیي، چې حکومت مخالفه عناصرو په دوامداره توګه په قصدي توګه د ملکیانو هدف ګرځولو ته دوام ورکړی او په هغو سیمو کې چې ملکیان اوسیږي له هدف پرته تکتیکونو څخه کار اخیستی، چې داد نړیوالو بشري قوانینو ته د دوی له مکلفیت څخه ښکاره سرغړونه ده.

یوناما د حکومت پر ملکي کارکوونکو، قومي مشرانو، د شعیه مسلمانو پر جوماتونو، د بشري مرستو کارکوونکو، د نادولتي موسسو پر کارکوونکو او هغو ملکیانو چې د حکومت مالتړو ګمان پرې کیږي، بریدونه هم مستند کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezz8znjh8efi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته