دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 139736
سرپرست وزارتونو ته به نوي نومندان وروپېژندل شي
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، هغو وزارتونو ته به نوي نومندان وروپېژندل شي، چې دا مهال د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، له یوې مودې را په دیخوا یوولس وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي او دا ستونزه له تېرو دوه نیم کلونو راهیسې روانه ده.
د ولسمشر ۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، د نویو نوماند وزیرانو نوملړ به ولسي جرګې ته ولیږل شي.
تر اوسه یوولس وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي او په دې کې د هغو اووه وزیرانو برخلیک هم نه دی روښانه شوی، چې ولسي جرګې د باور رایې ترې اخیستې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر سید مخدوم رهین وایي، یو کال کیږي، چې داوود شاه صبا د کانونو او پترولیم له وزارته استعفا کړې، د سرحدونو او قبایلو وزیر ګلاب منګل د ولسمشر په فرمان د ننګرهار والي ټاکل شوی، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزیر دنده هم ولسمشر ځنډولې ده او د نویو نوماند وزیرانو هویت هم څرګند نه دی.
حکومت په داسې حال کې نوي نوماند وزیران معرفي کوي، چې ولسي جرګه د امنیتي بنسټونو د مسوولینو استیضاح ته تیاری نیسي او مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ امنیتي بنسټونه ورغوښتي دي.
https://avapress.com/vdcexo8zpjh8xfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته