کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مینه پال:

سرپرست وزارتونو ته به نوي نومندان وروپېژندل شي

6 حمل 1396 ساعت 12:02

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، هغو وزارتونو ته به نوي نومندان وروپېژندل شي، چې دا مهال د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، له یوې مودې را په دیخوا یوولس وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي او دا ستونزه له تېرو دوه نیم کلونو راهیسې روانه ده.
د ولسمشر ۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، د نویو نوماند وزیرانو نوملړ به ولسي جرګې ته ولیږل شي.
تر اوسه یوولس وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي او په دې کې د هغو اووه وزیرانو برخلیک هم نه دی روښانه شوی، چې ولسي جرګې د باور رایې ترې اخیستې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر سید مخدوم رهین وایي، یو کال کیږي، چې داوود شاه صبا د کانونو او پترولیم له وزارته استعفا کړې، د سرحدونو او قبایلو وزیر ګلاب منګل د ولسمشر په فرمان د ننګرهار والي ټاکل شوی، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزیر دنده هم ولسمشر ځنډولې ده او د نویو نوماند وزیرانو هویت هم څرګند نه دی.
حکومت په داسې حال کې نوي نوماند وزیران معرفي کوي، چې ولسي جرګه د امنیتي بنسټونو د مسوولینو استیضاح ته تیاری نیسي او مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ امنیتي بنسټونه ورغوښتي دي.


د مطلب کود: 139736

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139736/سرپرست-وزارتونو-ته-نوي-نومندان-وروپېژندل-شي

آوا
  https://www.avapress.com