دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۹
د مطلب کود : 146260
د چین لپاره، ټول جادی(کمربندونه) اروپا لوری ته هدایت کیږی
د چین جاده او کمربند طرحه، شپږ کریدور لری، خو د ایدئولوژیکی او جغرافیایی نظره، اروپا د نوی ابریشم جاده انتها یا پای دی. د اروپا سره اړیکه چین ته دا چانس ورکوی چی نوی بازارونو ته لاره پیدا کړی او خپل استراتژیک او لوړ تکنالوجی سره عواید ته پراختیا ورکړی ترڅو خپل داخلی صنعتی پلان تسهیل کړی. بجینګ د خپلو کمربندونو او جادو طرحو سره په اوراسیا کی د پراخ انسجمام رامنځته کولو په اساس، تراوسه، تراوسه د مرکزی، شرقی یا ختیځی او مدیترانه ای اروپا دولتونو سره د مهمو دوه اړخیزی او درون منطقه ای قراردادونو څخه لیری پاته ی. د اروپا اتحادیه مرکزی قدرتونو ترمنځ طرحه سوی استراتژی دادی چی د چین اغیزه کولای سی هغوی ګواښ کړی.
پیړۍ راهیسی د اروپا او چین ترمنځ تجارت د پخوانۍ ابریشم لاری نه ترسره سوی دی. هر دواړه برخی د جنګ، رفاه او ثبات نه شتون حالتونه تجربه کړی دی خو دا تجارت تراوسه همداسی پاته دی. دا یو لسیزه کیږی چی چین اقتصادی او ټولنیز توازن تجربه کوی او د ختیځی ساحل څخه زنجیره ای اقتصادی تړلتیا کمولو په لټه کی دی. همدارنګه په دی لټه کی دی چی خپل نظامی او اقتصادی قدرت په توان سره ځینی پروژی د هیواد څخه دباندی عملی کړی. په عینی حال کی اروپا د ملی جنبشونو یا غورځنګونو پراختیا او د اروپا اتحادیه اقتصادی مسائلو کی د اختلاف نظرونو سره مخ دی. دا بلوک ځینی نورو موضوعاتو لکه خپلو سرحداتو کی او نوی سیاسی نظم کی چی په خاورمیانه کی د شکل نیونی په حال کی دی د روسیی په وړاندی فعالیت سره هم مخ دی. بجینګ د اروپا او چین هم لوری چالشونه او مشکلات د دواړه اړخو د همکاریو ارتقا سبب د کمربند او جادو په واسطه بولی.
راتلونکی کی سرمایه ګذاری
چین په لومړۍ سرکی د قاری دننه سرمایه ګذاری او تجارت باندی تمرکز کړی دی وروسته خپل تجاری اړیکی پیاوړۍ کوی. د اروپا په جنوب کی، د خصوصی سازی فرصتونو بالخصوص بنادر او انرژی زیربناوو په لټه کی دی. له بل لوری، د اروپا په لویدیځ کی، د چین لپاره استراتژیک فعالیتونه د انکشاف او څیړنی سره د لمړیتوب څخه برخمن دی. د ځینو لویو آلمانی او سوئیس شرکتونو سره همکاری د بجینګ لپاره زده کړی او تکنالوجی لاسته راوړنی لپاره یو مجال دی. بل توافقونه هم شتون لری چی د اروپا په بازارونو کی چینی برندونه او د هغوی کانالونو ویښ ته پراختیا ورکوی.
د کمربند او جاده طرح شتون سره، چینی سرمایه ګذاران خپل لوی سرمایه ګذاریانی د اروپا په انکشاف یافته هیوادونو کی درولی دی. دخیل اړخونه، د لویو او په زړه پورو پروژو په لټه کی دی. که څه هم داسی مالی توافقنامی لو محدوده لری خو چینیانو ته دا توان روکړی دی ترڅو بالخصوص په هغه ځایونو کی لږ مشکلات شتون لری د غربی موسساتو همکاریو سره آشنا سی. بریتانی د برکسیت وروسته ددی ځایونو څخه دی. په دی آخرو کی بریتانیا دولت بجینګ یو طبیعی ملګری بللی دی او ځینی لابی ګانی د چینیانو سرمایه ګذاری لپاره سخت ګیرانه مقرراتو کمولو لپاره او نړیوال مالی بازارونو ته لاسرسی لپاره رامنځته سوی دی.
جوړونی لوری ته تلل
دا په دی معنی نه دی چی بجینګ په اورپا کی زیربنایی سرمایه ګذاریو څخه مخ اړولی دی. چین په صادراتو کی دریایی حمل او نقل پوری تړلی دی. په دی اساس چین د بندری پروژو په لټه کی دی چی په داسی هیوادونو کی رامنځته کړی چی د مدیترانه ای دریا په امتداد وی او ځینی بندرونه د اروپا په شمال کی لکه روتردام او آنتورپ پی ګیری کیږی. چینی شرکتونه خپل سرمایه ګذاری په ایتالیا او اسپانیا کی بندرونو جوړولو لپاره شروع کړی دی. د سینوس بندر هم یو بل طرحه د آدریاتیک دریا یا سمندرګۍ سره نښلیدو لپاره دی.
د چین مترکز کیدل پر پیرئوس باندی د آلمان او هالند اندیښنی سبب ګرځیدلی دی، ځکه چی ځینی جدی چالشونه او مشکلات د ځینو بندرونو لپاره لکه هامبورګ او روتردام لپاره رامنځته کوی. د شمالی بندرونو په خلاف، چین به ددی بندرونو څخه په ګټه اخیستو سره پیرئوس باندی پوره تسلط او اروپا مرکز او جنوب ختیځی ته رسیدو لپاره به ګټه واخلی. چین غواړی چی خپل مواصلاتی لارو ته پراختیا ورکړی او ټوله بالکان حوزه کی خپل حمل او نقل جوړ کړی او په دی منځ کی د وسپنی لاری موضوع هم وی. مرکزی اروپا او د هغه څخه لوړ سره پیرئوس اتصال یا نښلیدو لپاره چین داسی پروژه پیشنهاد کړی دی چی تراوسه په اروپا اتحادیه کی ترڅیړنی لاندی دی دا پروژه د بلګراد او بوداپست ترمنځ اروپا ۳۵۰ کیلومترو وسپنی لاری مدرنیزه لرونکی دی. علاوه پردی چین په دی لټه کی دی چی دا ریلی ترافیکی خط پراختیا وکړی او په هامبورګ، ورشو او روتردام کی ساحلی صنعتی ښارګوټی جوړ سی ترڅو مرکزی آسیا سره نښلیدنه د روسیه له لوری ترسره سی. چین هیله مند دی چی تر ۲۰۲۰ پوری کال کی ۵۰۰۰ باری قطار ددی لاری څخه عبور وکړی په داسی حال کی په ۲۰۱۶ کال کی یواځی ۱۸۰۰ قطاره وو.
د اروپا اتحادیه راضی کول دداسی کارلپاره هر وخت آسانه کار نه دی. هغوی لمړۍ د چینیانو پیشنهادونو ته په شک او تردید سره ګوری. خو له بل لوری د اروپا ځینی جنوبی هیوادونه لکه یونان، د ډیرو قرضو له امله، په رغبت سره د چین ټول مالی مرستی د ارائه سوی طرحو په غالب کی منی او ښه راغلاست ځینی کوی. هنګری او هالند هم د چینی ګانو جده او کمربند طرحو ملاتړ دی. دا طرحه دا امکان هغوی لپاره برابروی چی هغوی او برکسل واټن ډیر کړی؛ هغه فاصله چی ډیر کلونو راهیسی د هغه ډیریدو باندی تمایل ډیر سوی دی.د چینی سرمایه ګذاریو هجوم د ورشو لپاره د زیربناګانو ښه کولو او پرمختګ لپاره یو فرصت دی. په بوداپست کی هم په مشابه ډول سره د چین څخه ښه راغلاست کیږی او په ۲۰۱۵ کال کی هغوی لمړۍ اروپایی دولت وو چی د کمربند او جاده طرحه ومنله. د بجینګ کمربند او جاده طرحخه کی اشتراک، ځینی هیوادونو مکانی موقعیت ته په کتو سره، ښه فرصت د چانه زنی لپاره برابروی.
په دی حال کی ځینی هیوادونه لکه آلمان، فرانسه او بلجیم حاضر نه دی چی په سادګی سره دداسی قرارداد لاندی ولاړ سی.
هغوی د خپلو او چینی شرکتونو ترمنځ رقابتی فضا جوړونی په لته کی دی او په دی لړ کی بجینګ باندی باور نه لری.
د آلمان دولت اعلان کړی دی چی هیڅ قرارداد د چین سره د کمربند او جادو لپاره نه امضا کوی، مګر مخکی به چین د آزاد او منصفانه تجارت امکانات بجینګ برابراو تضمین کړی. په اروپا کی د چین تجارت ارتقا ته تمایل ډیریدنه، ډیر هیوادونه مجبور کړی دی چی خپل سیاسی ایدئولوېی او اقتصادی ګټو کی یو انتخاب کړی.
https://avapress.com/vdcepp8z7jh8ewi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته