دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 126223
د کډوالۍ د کړکېچ پر سر د ترکيې او اروپايي ټولنې اختلافات زیات شوي
د کډوالۍ کړکېچ د پای ته رسولو په تړاو د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د شوې هوکړې په اړه د دواړو خواوو تر منځ اختلافات ډېر شوي دي.
د کډوالۍ کړکېچ د پای ته رسولو په تړاو د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د شوې هوکړې په اړه د دواړو خواوو تر منځ اختلافات ډېر شوي دي.
ترکیې د اروپايي ټولنې هغه غوښتنه یو ځل بیا رد کړې، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې قوانینو کې یې د بدلون له پاره کړې وه.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنه وايي، که ترکیه یې غوښتنې و نه مني اروپا ته له ویزې پرته د ترکیې وګړو د سفر موضوع نه شي حل کېدای. ترکیې یو ځل بیا د اروپايي ټولنې هغه غوښتنه رد کړه، چې اروپا ته له ویزې پرته د ترکي وګړو د سفر د موضوع په تړاو یې د ترهګرۍ ضد مبارزې قوانینو کې د بدلون له پاره له کړې وه.
د اروپايي پارلمان مشر مارتین شولز ویلي، اروپا ته له ویزي پرته د ترکي وګړو د سفر موضوع به هغه وخت حل شي، چې ترکیه په دې اړه ټول معیارونه پوره کړي.
اروپايي چارواکي او کارپوهان په دې باور دي، چې ترکیه د ترهګرۍ ضد قوانین د ځینو اختلافاتو د پټ ساتلو له پاره کاروي.
د اروپايي چارواکو د دغو نظرونو په اړه انقره وايي، د ترکیې حکومت په کور د ننه کې د کردي جنګیالیو سره د مبارزې او له عراق او سوریې څخه د داعش د ګواښونو د مخنیوي له پاره د ترهګرۍ ضد دغه قوانین اړین بولي. اروپايي ټولنه له ترکیې غواړي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه ځّیني قوانین لرې او ځیني نور یې بدل کړي.
اروپايي ټولنې او ترکیې څه موده وړاندې د کډوالۍ کړکېچ د پای ته رسولو له پاره هوکړې ته ورسېدل خو اوس مهال داسې ښکاري، چې د دغې هوکړې په اړه د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي.
اروپا ته له ویزي پرته د ترګي وګړو سفر هم د دغې هوکړې یوه برخه ده، چې اوس مهال یې په اړه د ترکیې او اروپايي ټولنې تر منځ اختلاف رامنځ ته شوی دی.  
https://avapress.com/vdcb50b8frhb55p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته