دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 151679
په شیندند کی د طالبانو تلفات
په هرات کی سیمه ایز چارواکی وایی چی د طالبانو څخه پنځه لس تنه د امنیتی ځواکونو سره په نښته کی د شیندند په ولسوالی کی وژل سوی او ټپیان سوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا نښته تیره شپه داسی وخت کی رامنځته سوه چی لسګونه طالبان د دولتی تاسیساتو د نیولو لپاره، یو برید تدارک کړی وو چی د کماندو او نورو ځواکونو  په وخت رسیدلو سره، تلفات او خسارات ولیدل.

په هرات کی مسؤولین وایی: په دی نښته کی چی په قلعه پسر او چشمه سیمه کی رامنځته سوه، ۹ تنه طالبان وژل سوی او ۶ تنه نور ټپیان سوی دی.

د هرات والی ویاند جیلانی فرهاد وایی چی شیندند ولسوالی کی مستقر اطلاعاتی ځواکونه تائیدوی چی د فراه ولایت ځینی جنګیدونکی د نورو تروریستانو مرستی لپاره راغلی وو.

په طالبانو کی وژل سویو څخه اوه تنه د فراه ولایت او دوه نور شیندند ولسوالی اوسیدونکی څخه دی.

ملاعبدالباری د طالبانو قومانده د قطعه سرخ په سیمه کی هم په دی نښته کی ټپی سوی دی.

https://avapress.com/vdcefz8zojh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته