کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په شیندند کی د طالبانو تلفات

27 میزان 1396 ساعت 14:51

په هرات کی سیمه ایز چارواکی وایی چی د طالبانو څخه پنځه لس تنه د امنیتی ځواکونو سره په نښته کی د شیندند په ولسوالی کی وژل سوی او ټپیان سوی دی.


د آوا په ګزارش سره، دا نښته تیره شپه داسی وخت کی رامنځته سوه چی لسګونه طالبان د دولتی تاسیساتو د نیولو لپاره، یو برید تدارک کړی وو چی د کماندو او نورو ځواکونو  په وخت رسیدلو سره، تلفات او خسارات ولیدل.

په هرات کی مسؤولین وایی: په دی نښته کی چی په قلعه پسر او چشمه سیمه کی رامنځته سوه، ۹ تنه طالبان وژل سوی او ۶ تنه نور ټپیان سوی دی.

د هرات والی ویاند جیلانی فرهاد وایی چی شیندند ولسوالی کی مستقر اطلاعاتی ځواکونه تائیدوی چی د فراه ولایت ځینی جنګیدونکی د نورو تروریستانو مرستی لپاره راغلی وو.

په طالبانو کی وژل سویو څخه اوه تنه د فراه ولایت او دوه نور شیندند ولسوالی اوسیدونکی څخه دی.

ملاعبدالباری د طالبانو قومانده د قطعه سرخ په سیمه کی هم په دی نښته کی ټپی سوی دی.


د مطلب کود: 151679

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151679/په-شیندند-کی-د-طالبانو-تلفات

آوا
  https://www.avapress.com