دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 149177
امریکا د افغان هوایي ځواکونو لپاره د ۶۹،۳ میلیون ډالرو په ارزښت یوه نوې قرارداد منظور کړ

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان د افغان هوایي ځواکونو لپاره د یوه نوې قرارداد د منظوري په اړه خبر ورکړ.

د پنټاګان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ټیکساز ولایت کې میشت اوربیتل ای ټی کی شرکت (Orbital ATK) ته یوه قرارداد چې ارزښت یې ۶۹ میلیون ۳۶۸ سوه زره او ۸۳۴ ډالر دي، ورکړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، په پام ده چې یاد شرکت د افغان هوایي پوځ AC-208 ډوله جنګي او کشفي الوتکو لپاره د اړتیاوړ تجهیزات او خدموتونه برابرې کړي.

د پنټاګان په وینا، ټاکل شوی دی چې دغه قراراداد د ۲۰۱۸ میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې بشپړ شي.

په دې اړه نور جزئیات د پنټاګان له خوا نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې اوبیتل ای ټی کی شرکت (Orbital ATK) وایي، دوی له دې وړاندې په ورته الوتکو کې د پرمختللې راکټونو سیسټم جوړه او نصب کړي دي چې د Hellfire ډوله راکټونو د استعمال لپاره ترې اخیستل کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefo8zfjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته