کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا د افغان هوایي ځواکونو لپاره د ۶۹،۳ میلیون ډالرو په ارزښت یوه نوې قرارداد منظور کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سنبله 1396 ساعت 9:21


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان د افغان هوایي ځواکونو لپاره د یوه نوې قرارداد د منظوري په اړه خبر ورکړ.

د پنټاګان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې په ټیکساز ولایت کې میشت اوربیتل ای ټی کی شرکت (Orbital ATK) ته یوه قرارداد چې ارزښت یې ۶۹ میلیون ۳۶۸ سوه زره او ۸۳۴ ډالر دي، ورکړل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، په پام ده چې یاد شرکت د افغان هوایي پوځ AC-208 ډوله جنګي او کشفي الوتکو لپاره د اړتیاوړ تجهیزات او خدموتونه برابرې کړي.

د پنټاګان په وینا، ټاکل شوی دی چې دغه قراراداد د ۲۰۱۸ میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې بشپړ شي.

په دې اړه نور جزئیات د پنټاګان له خوا نه دي ورکړل شوي.

په همدې حال کې اوبیتل ای ټی کی شرکت (Orbital ATK) وایي، دوی له دې وړاندې په ورته الوتکو کې د پرمختللې راکټونو سیسټم جوړه او نصب کړي دي چې د Hellfire ډوله راکټونو د استعمال لپاره ترې اخیستل کیږي.


د مطلب کود: 149177

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149177/امریکا-د-افغان-هوایي-ځواکونو-لپاره-۶۹-۳-میلیون-ډالرو-په-ارزښت-یوه-نوې-قرارداد-منظور-کړ

آوا
  https://www.avapress.com