دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۰
د مطلب کود : 147106
په پایتخت کی د طالبانو زیانونه

 

د داخلی وزارت اعلان کړی دی چی د پرون ورځی چاودنه کی لږ ترلږه ۳۰ تنه وژل سوی او ۵۰ تنه نور هم ټپیان سوی دی.

داچاودنه د سهار اتو بجو په شاوخوا د اسد دوهم دوشنبه په ورځ منځته راغله.

نجیب دانش؛ د داخلی وزارت ویاند وویل چی د لمړنیو اطلاعاتو په اساس ټول قربانیان غیری نظامی کسان دی.

طالبانو ددی برید مسئولیت منلی او وویل چی ۳۷ تنه یی وژلی چی ټول یی د ملی امنیت ۴۰ ریاست کارکوونکی وو.

بصیر مجاهد؛ دکابل پولیسو ویاند وایی چی دا چاودنه ځان وژنه او انتحاری وو اویو ډول تیوتا ډوله موټر د معدن وزارت کارمندانو یو میلی بس سره نښته کړی دی.

ریاست جمهوری ماڼۍ ویلی دی چی د نن ورځی برید مقصد د غیری نظامیانو کارمندانو یو موتر وو او ادعا کړی چی تروریستان د جنګ په ډګرونو کی، د امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه سخت تلفات لیدلی او د تروریستی بریدونو په ترسره کولو سره خپل ناتوانی ښودلی دی.

دا برید د کابل مرګبار برید څخه تقریبا دوه میاشتی وروسته ترسره کیږی چی ۱۵۰ تنه وژل سوی او په سلهاوو تنه ټپیان درلودل.

امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی د انتحاری بریدونو ترسره کیدنه یو ځل بیا د دولت پرماتی باندی د امینت تامینولو کی پاته کیدو لپاره، د تایید مهر ووهله او دا هغه ناهیله کوونکی تریخ نتیجه دی چی ددی ډولو بریدونو څخه ترلاسه کولای سو.

دا چی تروریستان کولای سی په آسانی سره دولتی مقاصد د پایختخت په سیمو کی تر برید لاندی راوړی او دولت د همیشه په توګه د یو اعلامیه په خپرولو سره اکتفا وکړی، د یو هیواد بدبختی اوج شکاره کوی او سربیره پردی، دولتمردان حاضر نه دی چی د بحران تشدید او پراختیا لپاره خپل مسئولیت ومنی او د خلګو مشروع غوښتنو ته غوږ کیږدی.

طالبان ۸۰ تنه د پایتخت په اصلی سیمو کی وژنی او ټپی کوی؛ هغه هم په داسی شرایطو کی چی ډګریز جنګونو نتیجه د شمال څخه ترجنوب پوری او د لویدیځ حخه تر مکز پوری ټوله ددی ډلی په ګټه دی او دولت د دفاع او تیښتی حالت کی قرار لری، پر دی سربیره ریاست جمهوری ماڼۍ، د نن ورځی برید په غبرګون کی، اعلامیه صادروی او دا د دشمن ناتوانی بولی چی د جنګ په ډګرونو کی پاته راغلی دی او ددی ادعا کوی چی داسی بریدونه د دشمن کمزوری ښیی!

په دی منځ کی، روشانه نه دی چی څنګه هغه ډله چی د تیوره او کوهستانات ولسوالی تر تصرف لاندی راوړی، او په لسګونه تنه د قندهار شاولی کوت کورونو څخه تیښتوی، د هغوی څو تنه وژنی، د سلما بند تر مستقیم ګواښ لاندی راوړی، وضعیت په غور او قندوز او فاریاب او سرپل او جوزجاناو... کی خپل ګټی او دولت زیان باندی اړوی، په غور کی لسګونه داکتران په ډزو ولی او وژنی او په پایختخت سیمو کی هم انتحاری بریدونه ترسره کوی؛  خو دا دریاست جمهوری ماڼۍ په نظر کی، د دشمن ناتوانی او کمزوری ښیی!

منتقدان خبرداری ورکوی چی لکه څنګه چی تروریستان هره ورځ د خلګو په وړاندی بریدونه ترسره کوی، د خراب امنیتی وضعیت بی اهمیته او عادی شکاره کول د دولت له لوری د خلګو پر روحیه، نظر، باور او اعتماد باندی اغیزه کوی او منفی اغیزه اچوی او د هغوی په وړاندی د خلګو ناباوری ډیروی.

د پوهانو په باور، په دی حساس شرایطو کی، هغه لږ انتظار چی د دولت څخه کیږی هغه دادی چی ځینی پیښی لکه چاودنه یا په شمال او جنوب او مرکز او لویدیځ او د هیواد په ختیځ کی استراتژیک ولسوالیو سقوط سره مسؤولانه چلند وکړی، واقعیتونه لکه څنګه چی دی قبول کړی او هیڅ وخت ددی هڅه ونه کړی چی په لوبی او کلماتو سره د خلګو سترګو ته خاوره واچوی او جاری وضعیت بی ارزښته شکاره کړی.

دولت په لمړۍ سر کی، باید قبول کړی چی اوسنۍ وضعیت، په شدت سره بحرانی او غیری عادی دی او په دوهم قدم کی، خلګ ټوله په حقیقت او جریان باندی پوه کړی او په دریم قدم کی، خپل ټول ظرفیتونه ددی وضعیت کنترل لپاره شکاره کړی او که نه سی کولای د وضعیت کنترل لپاره کوم کار وکړی، خلګو ته د انتخاب لپاره بل فرصت ورکړی.

https://avapress.com/vdce7f8zpjh8ezi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته