د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت چارواکی وایی، چي ورم ورځ ددی ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکو په دې وروستیو کې د پاکستانی له خوا د راکټي بریدونو ترڅنګ د تورخم او سپین بولدک د دروازو د تړل کېدو پر ضد لاریون کړی دی.
هغوی، دپاکستان له خوا پرافغان خاوره د توغندیو ویشتلو پر ضد لاریون وکړ او دغه بریدونه یې په کلکو ټکو وغندل.
هغوی د پاکستان په وړاندې د حکومت د اوسني دریځ ملاتړ وکړ او د نړیوالو يې وغوښتل چې پر پاکستان د ترورېزم څخه د ملاتړ په خاطر بندیزونه ولګوي.
دغه سلګونو هلمندیانو، له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې له دغه هېواد سره هر ډول دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او د بریدونو مخنیوی یې وکړي.