کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند ولایت کي سلګونو خلکو د پاکستانی پرضد لاریون وکړ

5 حوت 1395 ساعت 8:27

سلګونو هلمندیانو د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د توغندیو ویشتلو پر ضد لاریون وکړ او دغه بریدونه یې په کلکو ټکو وغندل.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت چارواکی وایی، چي ورم ورځ ددی ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکو په دې وروستیو کې د پاکستانی له ‌خوا د راکټي بریدونو ترڅنګ د تورخم او سپین بولدک د دروازو د تړل کېدو پر ضد لاریون کړی دی.
هغوی، دپاکستان له خوا پرافغان خاوره د توغندیو ویشتلو پر ضد لاریون وکړ او دغه بریدونه یې په کلکو ټکو وغندل. هغوی د پاکستان په وړاندې د حکومت د اوسني دریځ ملاتړ وکړ او د نړیوالو يې وغوښتل چې پر پاکستان د ترورېزم څخه د ملاتړ په خاطر بندیزونه ولګوي.
دغه سلګونو هلمندیانو، له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې له دغه هېواد سره هر ډول دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او د بریدونو مخنیوی یې وکړي.


د مطلب کود: 138510

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138510/د-هلمند-ولایت-کي-سلګونو-خلکو-پاکستانی-پرضد-لاریون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com