د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفترنه خبر شوی خبرپانه کی راغلی، تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ جګروم او کاريزک سيمو کې د ملي اردو کمانډو ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفينو پر پټڼځايونو ځانګړي عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يي ۶ طالب جنګيالي وژل شوي، ۳ تنه ټپيان او ۴ عرادې وسايط يې ويجاړ شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، د يوه بل خبر له مخې د سنګين ولسوالۍ امنيتي کمربندو کې ۳ طالب وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتروایی، په يادو نښتو کې افغان امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
په خبر پانه کی راغلی، د ويلو ده چې د هلمند په نادعلي، ګرمسېر، سنګين، ناوې، د لښکرګاه شاخوا او يو شمېر نورو سيمو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پوځي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.