کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند : په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ طالب جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې

11 جوزا 1396 ساعت 11:23

د هلمند ولایت چارواکی وایی، ددی ولایت په سنګين او ګرمسېر ولسواليو کې د پوځي عملياتو له مخې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور يې ټپيان دي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفترنه خبر شوی خبرپانه کی راغلی، تېره ورځ د ګرمسېر ولسوالۍ جګروم او کاريزک سيمو کې د ملي اردو کمانډو ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفينو پر پټڼځايونو ځانګړي عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يي ۶ طالب جنګيالي وژل شوي، ۳ تنه ټپيان او ۴ عرادې وسايط يې ويجاړ شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، د يوه بل خبر له مخې د سنګين ولسوالۍ امنيتي کمربندو کې ۳ طالب وسله وال وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتروایی، په يادو نښتو کې افغان امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
په خبر پانه کی راغلی، د ويلو ده چې د هلمند په نادعلي، ګرمسېر، سنګين، ناوې، د لښکرګاه شاخوا او يو شمېر نورو سيمو کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پوځي عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.


د مطلب کود: 143964

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143964/هلمند-په-تېرو-۲۴-ساعتونو-کې-۱۹-طالب-جنګياليو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com