د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د دولتي بانکونو د اصلاحاتو ستراتېژي د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي ته وویل چې د دغې ستراتېژۍ په عملي کولو سره د دولتي بانکونو په چارو کې اصلاحات راځي او هم خصوصي سکټور ته تسهیلات رامنځته کېږي.
دی وايي:
"د دې تر څنګ د افغانستان په اقتصادي رشد کې رغنده رول لري، ځکه د دغو بانکونو یو کار دا دی چې د خصوصي سکټور پر ودې باندې مثبت تأثیر کوي."
ښاغلی عبدالرحیمزی وايي چې دغه ستراتېژي د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د اقتصاد د عالي شورا لهخوا تصویب شوه او اوسیې پر تطبیقي چارو خبرې کېږي.
د دولتي بانکونو د اصلاحاتو د ستراتېژۍ هدف دا دی څو په دولتي بانکونو کې د ظرفیتونو د رامنځته کېدو تر څنګ د شتمنیو ښه مدیریت وشي او په نړیوالو معیارونو خلکو ته خدمات وړاندې کړي