دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 151432
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ستراتیژي سبا دوشنبه تصویبږي

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې نوې ستراتیژي به سبا دوشنبه تصویب شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران به سبا په لوکزامبورګ کې غونډه وکړي او د نورو مسایلو ترڅنګ به د افغانستان لپاره پر خپله ستراتيژۍ وغږېږي.

د اروپايي اتحادیې د شورا په مسوده که چې متن يې ازادي راډیو ته رسېدلی، ویل شوي چې د افغانستان لپاره د هغوی په نوې ستراتېژۍ کې پینځه اساسي ټکي په پام کې نیول شوي دي.

سوله او ثبات، سیمه ییز امنیت، ډیموکراسي، د قانون حاکمیت او بشري حقونه، اقتصادي او بشري پراختیا پروګرامونه، کډوالي او د افغانو ښځو ملاتړ هغه اساسي ټکي دي چې اروپايي اتحادیي په خپله نوې ستراتېژۍ کې تمرکز ورباندې کړی دی.

اروپايي اتحادیي د افغانستان له خلکو او حکومت سره د خپل تعهد پر دوام ټینګار کړی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbf8b85rhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته