کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ستراتیژي سبا دوشنبه تصویبږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 میزان 1396 ساعت 12:43


د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې نوې ستراتیژي به سبا دوشنبه تصویب شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران به سبا په لوکزامبورګ کې غونډه وکړي او د نورو مسایلو ترڅنګ به د افغانستان لپاره پر خپله ستراتيژۍ وغږېږي.

د اروپايي اتحادیې د شورا په مسوده که چې متن يې ازادي راډیو ته رسېدلی، ویل شوي چې د افغانستان لپاره د هغوی په نوې ستراتېژۍ کې پینځه اساسي ټکي په پام کې نیول شوي دي.

سوله او ثبات، سیمه ییز امنیت، ډیموکراسي، د قانون حاکمیت او بشري حقونه، اقتصادي او بشري پراختیا پروګرامونه، کډوالي او د افغانو ښځو ملاتړ هغه اساسي ټکي دي چې اروپايي اتحادیي په خپله نوې ستراتېژۍ کې تمرکز ورباندې کړی دی.

اروپايي اتحادیي د افغانستان له خلکو او حکومت سره د خپل تعهد پر دوام ټینګار کړی دی.


د مطلب کود: 151432

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151432/د-افغانستان-لپاره-اروپايي-ټولنې-ستراتیژي-سبا-دوشنبه-تصویبږي

آوا
  https://www.avapress.com