دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 83021
امریکا بیا له افغانستانه د امنیتي موافقې د ژر لاسلیکولو غوښتنه وکړه
تاند- سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان له حکومته غواړي چې که ټاکل شوې وي چې یو شمېر امریکايي پوځیان په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته پاتې شی، نو دوه اړخیزه امنیتي موافقه دې په څو اوونیو کې لاسلیک کړي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي تراوسه پوري د دې موافقې په اړه د امریکا غوښتنې بیا بیا رد کړي دي او ځینو امریکايي چارواکو ویلي چې که د کرزي ټول شرطونه هم ومني هغه به بله مسله پلمه وګرځوي او وايي به چې راتلونکی ولسمشر دې دا موافقه لاسلیک کړي.
امریکايي چارواکي وايي، که له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د شاوخوا ۸۰۰۰ امریکايی پوځیانو د پاتې کېدو په اړه د افغانستان له حکومت سره موافقې ته ونه رسېږي، د امریکا متحد ایالتونه به ممکن له دې هیواده خپل ټول پوځیان وباسي.
د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د امریکايي چارواکو دې ډول خبرداریو ته د شک په سترګه ګوري، وايي چې امریکا به له افغانستانه خپل ټول پوځیان ونه باسي.
د سپینې ماڼۍ ویندوی جې کارني خبریالانو ته وویل:«زموږ دریځ لا هم هماغه دی چې که دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک نه شوه، موږ به مجبوره یوو چې د دې (۲۰۱۴) کال له پای ته رسېدو وروسته وخت لپاره خپل پلان جوړ کړو چې پراساس به یې له ۲۰۱۴ وروسته د امریکا او ناټو هیڅ پوځي په افغانستان کې حضور نه لري.»
لوېدیځې رسنۍ وايي چې له امریکا سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکېدو په صورت کې ناټو هم نه حاضرېږي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د حضور د دوام په اړه موافقه وکړي او د دې کار په پایله کې به افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړې ته یوازې پرېښودل شي.
امریکا وايي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته پاتې کېدونکي پوځیان به یې په ۱۱ اډو کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb8gbw.rhbf5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته