دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 148642
حکمت د حکمتیار په سکوت کی

شاید د اسلامی ګوند مشر حکمتیار د راتلو څخه شپږ میاشتی نه وی تیری سوی؛ خو هغه په همدی لنډ وختت کی څو خطرناکه او اختلاف منځته راوړونکی خطیبه ګانی د ځانه په نمایش ورکړی دی؛ داسی چی ددی کس د هر موضع اعلان وروسته، د افغانستان خلګو فکرونه مغشوش او د هیواد پوهانو په منځ کی نوی اندیښنی منځته راوړی دی.

 

د اسلامی ګوند مشر په خپلو تازه خبرو کی داسی مسائل مطرح کړی دی چی تراوسه څوک و اظهارولو ته جرئت نه دی کړۍ؛ څکه چی د ډیرو پوهانو او د هیواد امنیتی مسائلو کارپوهانو په باور، د ګلبدین حکمتیار مطرح سوی نظریات هغه هم د افغانستان په دی خرابو شرایطو کی، د هیزم په وچ خرمن کی د اور اچولو په  معنی دی او د هیواد وضعیت او حالت تر هغه هم خرابولای سی.

ګلبدین حکمتیار په تازګۍ کی د خپلو لسګونو تنو هوادارانو په حضور کی په بدخشان کی، د افغانستان ژغورلو ائتلاف شورا ناکام بللی او ویلی دی چی ددی ائتلاف مشران خپل باور د خلګو په وړاندی له لاسه ورکړی دی او یواځی ځانته مجلل قصرونه جوړ کړی دی.

هغه همدارنګه احمدشاه مسعود د پاکستان آی اس آی سره په اړیکه باندی تورن کړی دی او وویل چی آمر مسعود خپله میدان شهر ته د طالبانو ښه راغلاست لپاره تللی دی او کابل هغوی ته تسلیم کړ.

د اسلامی ګوند مشر د خپلو خبرو په یو برخه کی بسم الله محمدی پخوانی دفاع وزیر د جنرالی رتبه په پیشنهاد کی په فساد باندی تورن کړی دی او زیاته کړی چی پخوانی دفاع وزیر حتی کلینران جنرال کړۍ دی او نن یواځی د پنجشیر په ولسوالی کی ۶۰۰ تنه جنرالان شتون لری، په داسی حال کی چی ټوله اروپا ۶۰۰ جنرالان نه لری.

په دی حال کی د افغانستان دا خراب وضعیت ته په کتو سره د اسلامی ګوند مشر یو ځل بیا راغلی دی ترڅو د اافغانستان خلګو او قومی وړونو ترمنځ اختلاف او نفاق رامنځته کړی.

ډیر پوهان په دی باور دی چی د اسلامی ګوند موهوم او ګنګ حضور او هغه هم د هیواد سولی عالی شورا د هڅو چوکات څخه دباندی، د هغه اختلاف منځته راوړونکی خبری کولای سی یو پروژه وی د افغانستان حزبی او تنظیمی نویو جنګونو په رامنځته کولو کی؛ ترڅو د افغانستان وضعیت تر دی هم خراب او بدتره سی؛ ترڅو استعمار ګر سیمه ایز او غربی قدرتونه خپل مخکی تر مخکی ټاکل سوی اهدافو ته ورسیږی.

سیاسی پوهان ادامه ورکوی چی د اسلامی ګوند مشر اظهارات د هیواد په ګټه نه دی او د اوسیدونکو په منځ کی داخلی جنګ منځته راوړی. د اسلامی ګوند نفاق منځته راوړونکی خبری، هیواد به وینه تویونکی جنګ لوری ته بوځی.

هغوی د حکومت مشرانو څخه غواړی چی خپل جدی توجه ولری او پرینږدی چی هیواد یو ځل بیا د داخلی جنګونو له امله خرابیو لوری ته ولاړ سی؛ ځکه چی د اسلامی ګوند مشر غیری مسئولانه خبری د اوسیدونکو ترمنځ نور هم واټن ډیروی.

ددی پوهانو په نظر د ښاغلی حکمتیار راتلو مخکی، د سولی او ثبات رامنځته کیدو لپاره هیلی ډیر سوی وو، خو د اسلامی ګوند مشر په راتلو سره دا هیلی له منځه تللی دی؛ ځکه چی حکمتیار کابل ته راتلو وروسته ډیر ځلی عمومی افکار تخریب کړی او نه یواځی دا چی د سولی تعهد نامه په اساس خپل مسئولیتونو باندی عمل نه دی کړۍ؛ بلکه د ناامنه کولو په لوری ګام ایښی دی او ددی ګوند کسان په عمل کی د طالبانو جنګی جبهاتو ترشا قرار لری او هغوی څخه ملاتړ کوی.

ددی کارپوهانو په باور ښاغلی حکمتیار د نفاق منځته راوړونکی پروژه تعقیبوی او خپل مقابل لوری اقدام ته هڅوی او ددی احتمال هم سته چی شاید دا پروژه د بهرنیانو له لوری حکمتیار ته ټاکل سوی وی.

ددی پروژی سربیره ښاغلی حکمتیار هڅه کوی ترڅو د رسنیو او عمومی افکارو په معرض کی قرار ونیسی.

په نتیجه کی، پوهان دی نتیجی ته رسیږی چی ځینی دولتونه لکه پاکستان او امریکا خپل اهداف د افغانستان په ناامنیو کی څیړی؛ نو ددی لپاره اسلامی ګوند مشر پوه یا ناپوه خپل ګوند او ځان د بیګانګانو لپاره خدمت رسونی لپاره آماده کړی دی، او د هغه دا خبری یواځی او یواځی د استعماری پاکستانی او غربی قدرتونو په ګټه دی.

https://avapress.com/vdcayan6u49nyi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته