دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 268946
د سورة الرحمن ژباړه د شعر په بڼه د پير محمد کاروان د قلم څخه
فَبِأَيِّ آلاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ
الله دی مهربان
‎را زده يې دی قرآن
‎پيدا يې دی انسان
‎قوت يې دی ورکړی د خبرو د بيان
 
‎که لمر ده که سپوږمۍ ده
‎په نظم دي روان
‎که ستوري دي که ونې
‎سجدې کا د سبحان
 
‎آسمان يې ودرولی او ميزان يې اويزان
‎دا ځکه چې څوک ونه کا تيری له دې ميزان
 
‎دا ومنئ په ځان
‎انصاف کوئ په وزن کې نه تله کې تاوان
‎هواره يې ده ځمکه بس له پاره د انسان
 
‎په ځمکه  کې مېوې دي
‎خـرماوې يې خوږې دي
‎ نـورې نورې ډېرې ونې
‎اغــوستې يې څــرمنې
 
‎له پاڼو له دانو يې خوشبو کړی دی ريحان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎د خټو له خميره يې جوړ کړی دی انسان
‎د اور له سرو شغلو يې جوړ پېری په نوم د جان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎مولا د شرق وغرب دی بې له شکه بې ګومان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎دوه لوی سمندرونه يې دي څنګ ترڅنک روان
‎دوی نه سره ګډيږي او پرده يې  ده تر ميان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎راوتي له بحرونو مرواريد دي او مرجان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎روانې يې په بحر کې بېړۍ د غره په شان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎داڅه چې دي موجود پنا کيدونکي دي دا ټول
‎يوازې به وي پاتې بس الله عظيم الشان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎سمبال چې په وجود دي
‎که پاس دې په آسمان کې که په ځمکه کې موجود دي
‎پوښتنه د هر کار کوي له ربه هر زمان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎يه ډلو د پېريانو
‎ســـره دانسانانو
 
‎ډېر ژر به در وزګار شو مونږ حساب ته په يو آن
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎پېريانو انسانانو
‎که تاسې تښتېدلی شئ له پولو له بريدونو
‎له ځمکې آسمانونو
‎نو هلئ منډه واخلئ
 
‎خو نه شئ تښتېدلی مګر وتښتئ په توان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎نازلې به پر تاسو کړمه سرې لمبې د اور
‎له جوشه خوټېدلي ويلي مس
‎کومک به مو يو بل ته سره ونه رسي هېڅ
 
‎له ويرې به اخته وئ بس ايله  په وير د ځان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎چې کله څيري ويري يو ناڅاپه شي آسمان
‎چې ښکاري لکه ګل سور لوغړن
‎يا تکه ســره څـــرمن
 
‎يا سره له جوشه تېل وي خوټيدونکي د ښوون
‎پړقيږي له هيبت د لويې ويرې په طوفان
‎نو کوم نعمت به  وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎په داسې يوه ورځ به د ګناه او د نقصان
‎پوښتنه چېرې نه شي له پيري او له انسان
‎دا ځکه چې الله ته د دوی هرڅه دي عيان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎مجرم به په اسانه له څېرې پېژندل کيږي
‎له پښو او له ويښتو به په هيبت شي اويزان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎هغوی چې په دنيا کې له دوزخه وو منکر
‎بس هغه مجرمان به وي دوزخ ته ورروان
‎يوې خواته به اور وي بلې خواته جوش اوبه
‎په منځ کې به وي ګير د جوش اوبو او د نيران
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎خو چاچې د الله منلی امر او فرمان
‎او ځان يې و ساتلی له ګناه او له عصيان
‎په برخه به يې شي دوه جنتونه عاليشان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎جنت کې به وي څانګې څانګې ونې د ښکلا
‎له سيوري له ميوو به يې خوند اخلي جنتيان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎په دې دوو جنتونوکې به دوې چينې بهيږي
‎د کيف ډکې اوبه به يې هر چيرې پيدا کيږي
 
‎لذت اوبرکت به وي مدام پکې روان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎جنت کې به دا هر ډول مېوه جوړه جوړه وي
‎خوږوالی به يې حس په دنيا نه وي کوم انسان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎تکيې د جنتيانوبه وي جوړې له ورېښمو
‎ميوې يې چې زړه غواړي ور رسيږي به په آن
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎مېرمنې د ښکلا قمرجمالې به پکې وي
‎د ښکليو حياناکو سترګو والې به پکې وي
‎پخوا به کوم پيري د دوی جمال نه وي ليدلی
‎او نه به يې لمن ته لاس ور تېر وي د انسان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎دا ښکلې به ښکاريږي لکه لال اويا مرجان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎جزا د احسان بل څه نه، مګر چې دی احسان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎له دې دوو جنتونو شته نورهم د دوی په شان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎له ډېرې شين والۍ نه به تک تور وي نمايان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎په دې دووجنتونوکې به دوې چينې خوټيږي
‎يو بېل شانې لذت به وي مدام پکې روان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎مدام به د خرماوو د انارو، وي دوران
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎او حورې به پکې وې ښايسته د ګل په شان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎خېمو کې به وي حورو په حيا پټ کړی ځان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎چې نه به وي لمس کړې کوم پيري يا کوم انسان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان ‎وڅنګ ته به يې ايښي وي ښايسته شنه بالښتونه
‎په ښکلي فرش به ناستې وي په ډاډ په اطمينان
‎نو کوم نعمت به وګڼئ درواغ د رب منان
 
‎دی ډېر برکتي ستا د رب نوم عظيم الشان
‎څښتن دی د عزت او د جلال او د اکرام
‎پيرمحمد"کاروان"
 
https://avapress.com/vdcayanui49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته