دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۲:۱۴
د مطلب کود : 202776
د سولې مذاکرات؛ د یو مخفیانه لوبی مبهم راتلونکې

 
 
زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې مذاکراتو لپاره طالبانو ته ویلی دی چی د طالبانو له لوری اوربند یا هم تاوتریخوالی کمېدو په اړه روشانه ځواب په صبر دی.
 
خلیلزاد په کابل کې د اشرف غنی؛ ولسمشر سره لیدنه کړی دی.
 
د ارګ اعلامیه په اساس، په دی لیدنه کې هغه د طالبانو نمایندګانو او پاکستانی چارواکو سره اخیرو خبرو اترو په اړه ولسمشر غنی ته معلومات ورکړ.
 
خلیلزاد جمعه په ورځ په اسلام آباد کې د پاکستانی چارواکې سره لیدنه کړي او هغوی د افغانستان سولې مذاکراتو پروسی تازه جریانونو کې قرار ورکړ.
 
په دی خبرپاڼه کې راغلی دی چی ښاغلی خلیلزاد ویلی دی: د طالبانو سره سولې مذاکراتو کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی؛ خو هیله مند یم نتیجه ته ورسیږو.
 
طالبانو یو سرچینه هم ویلی دی چی د دواړو لورو مذاکرات ادامه لری؛ خو پروسه کنده ده.
 
امریکا او طالبان د یو کال راهیسی یو سولې تړون ته رسیدو لپاره مذاکره په حال کې دی او تراوسه ۱۱ دوره مذاکره دواړو لورو ترمنځ ترسره شوی دی.
 
داسی په نظر رسیږی چی د امریکا او طالبانو مذاکرات، یو باطل دور ته ننوتي دی؛ هغه دور چی په هغه کې نه امریکا قادر دی چی طالبانو ته چم یا فریب ورکړی او نه طالبان غواړی د یو تسلیم شوی ډلې په حیث سولې لوبی ته ننوځی.
 
امریکایان بالخصوص د ترامپ په دوره کې ډير برخو کې شکاره کړی دی چی که څه هم په ظاهر کې د خپلو څو کلنو دشمنانو لکه شمالی کوریا او ایران او... سره مذاکره او خبرو اترو ته تمایل ښیی؛ خو هغوی په عمل کې ددی لوبی په لړ کې د مقابل لوری مغلوبولو په لټه کې دی. په بل وینا، امریکا د ترامپ په مشری غواړی مذاکره ته په توسل سره، ډیر امتیاز او لږ لګښت لاسته راوړی؛ خو دا په هغه نړۍ کې چی د امریکا ذات او مهایت ښه پیژندلی دی، د عملی کولو وړ نه دی.
 
شاید نږدی او واضح نمونه په دی برخه کې شمالی کوریا وی. په لومړۍ سر کې د ترامپ قدرت ته رسیدو په شروع کې، دواړو هیوادونو مشران په دومره اندازه نښتې کولی چی هره ورځ مقابل لورو باندی اتمی بریدونو خبرداری ورکول او یو بل ته ښکنځا کول؛ خو په نهایت کې، دواړه لوری مذاکره وکړ او ډیر بی ساری رکوردونه هم د ځان څخه پریښودل؛ نړۍ رسنیو په وړاندی خندا او لاس ورکول او داسی نور.
 
خو بیا هم هیڅ رامنځته نه شوه او شمالی کوریا امریکا باندی دروغ او ریاکاری تور لګولو سره یوځل بیا خپل پخوانۍ حالت ته تللی دی.
 
په دی حساب آیا ددی انتظار شته چی طالبان د ترامپ او خلیلزاد لوبو ته تسلیم شوی او په سادګی سره هغه تړون ته تن ورکړی چی ټول څه امریکا ګټو محور باندی تعریف او ټاکل شوی دی؟
 
دا د کیسی یو مخ دی. بل داچی طالبان هم د کافی استقلال درلودونکې نه دی. هغوی د اوربند اعلان په اړه تصمیم نیولو لپاره ډیر مدی په پاکستان کې رایزنیو باندی مصروفه دی او په نهایت کې هغوی تصمیم د تاوتریخوالی کمېدو په اړه د پاکستان خارجه وزیر له لوری اعلان شو، نه شی کولای چی دا ادعا وکړی چی یو مستقل او سل په سله افغانستانی ډله ده.
 
افغانستان دولت هم د مذاکراتو ماتی اضلاعو څخه دی. افغانستان کې سیاسی فضا سخت خراب دی. هیڅوک نه پوهیږی چی ټاکنو نتایج څه وخت اعلان کیږی او وروسته یی څه به رامنځته شی. همدارنګه د حکومت مشرانو ترمنځ اختلاف د یو لوری او حکومت او سیاسی منتقدان یی له بل لوری، ورځ په ورځ اوج نیولو په حال کې دی. سوله د طالبانو سره او مدیریت او هدایت ی یهم د اختلافی برخو څخه دی. ددی ترڅنګ کابل رسمآ اعلان کړی دی چی طالبانو او دولت ترمنځ حقیقی توافق رامنځته کیږی، بیله هغه د طالبانو او امریکا تړون نه موضوعیت لری او نه اعتبار او نه اجرا وړ دی.
 
په داسی شرایطو کې، د امریکا او طالبانو سولې راتلونکې په شدت سره مبهم دی او هره ورځ هم ددی ابهام لمن پراخیږی.
 
https://avapress.com/vdcja8e8muqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته