دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 136087
د افغانستان دولت دی خپله پالیسی ولری
د سیاستمدارانو ترمنځ مشهوره جمله دی چی وایی هیڅ دولت او یا نړلی نظام او یا حاکم او رییس جمهور چی د نورو دولتونو لخوا قدرت ته رسیدلی وی، سل په سله غلام او تړلی نه دی.

  له دی لید څخه حتی هغه دولتونه او حاکمان چی په نورو باندی تړلی دی په حساسو شرائطو کی هم خپل د دولت او ملت ګټه پر نورو باندی ترجیح ورکوی.

  په نظر رسیږی چی سیاسی منطق او شعور هم همدا وایی چی د هر ملت او دولت ملی ګټی پر نورو دولتو باندی ترجیح ورکړل سی؛ هغه کار چی په اوسنی وخت کی دولت او یا هیوادونه هغه ترسره کوی او په هغه کی افراط او یا اغراق کوی او د خپل ملت او هیواد د ګټی په خاطر حتی انسانی- اخلاقی معیارونه او اصول تر پښو لاندی کوی او خپل د وجدان څخه په راحتی سره تیرسی؛ او په نظر رسیږی چی د فساد او د بشر د انحطاط مرکزی نکته هم دادی.

  تقریبآ ۴ لسیزه دی چی افغانستان د جنګ او ناامنیو کی راګیر دی او دوه آخیری لسیزی ډیر خراب کلونه وو چی د افغانستان خلګ یی تجربه کړ. دا دوه لسیزی ډیر تور دی او مسلح مخالفان او شورشیانو فعالیتونه پراختیا پیدا کړی دی او د طالبانو او نورو تروریستو ډلو ماسیوا زموږ خلګ د یو بلی ډلی سره چی داعش نومیږی هم مخامخ سوی دی؛ هغه ډله چی هر ډول بی رحمی او جنایت ترسره کوی او د غربی هیوادونو او عرب او او ترک په واسطه په شدت سره ملاتړ یی کیږی.

  ددی فرضیی په اساس، د تروریزم منطقه ای او فرا منطقه ای ملاتړ کوونکی، قصد لری چی د عراق او سوریی څخه د داعش ډلی ډیر تعداد و افغانستان ته منتقل کړی چی ددی عناصرو په واسطه د افغانستان ځینی ګاونډیو او همدارنګه د هغوی په واسطه د هند او روسیی او ځینو نورو هیوادونو مرزونه تهدید کړی.

  لوی قدرتونه لکه چین، روسیه او ایران ډیر وخت کیږی چی دا خطر باندی پوهیدلی دی او ددی مقصد د مقابلی لپاره او د خطر د منځه وړلو په مقصد روسیه په سوریه کی نظامی مداخلت وکړ او په دی مداخلت کی ایران او چین هم د بشار اسد دولت سره مرسته وکړه چی خپل مرزونو څخه دفاع وکړی؛ هغه داخلیدل چی په ډیره اندازه سره موثر واقع سو که څه هم نه دی توانیدلی چی توطئی ریشه له منځه یوسی؛ تر ډیره حده پوری دشمن دی ته متوجه کړی دی چی کار یی خراب سوی دی او څومره چی فکر کوی کار هغومره آسان هم نه دی او د توطئی روند او دسیسه کیدلای سی دهغوی په زیان ختم سی.

  نوی اقدام د نورو هیوادونو لکه چین، روسیه او پاکستان، په مسکو کی دری اړخیزه ناسته وو چی په تیر اوونی کی چی د داعش د ملاتړ کوونکی په وړاندی د آمادګی په اعلام کولو سره د پاکستان د دولت سره په تفاهم سره، نوی څیره ځانته نیسی او د پاکستان دولت شتون په دی ائتلاف کی، تر یو ځایه پوری د افغانستان د دولت لپاره کار سخت کړی دی؛ ځکه چی پاکستان ددی مثلث سره په یوځای کیدو سره، د افغان طالبانو څخه بیله کوم پوښتنی ملاتړ د داعش په وړاندی دنورو وختونو څخه تیره کوی.

  د اسلام آباد د سرانو دا حرکت حتی واشنګتن هم حیرانه کړی دی او د پاکستان د دولتمردانو دا اقدام همغه نکته دی چی وایی هیڅ رژیم او یا دولت او یا نظام سل په سله په نورو دولتونو باندی اړه نه لری او هر وخت چی وغواړی خپل سیاست ته تغیر ورکولای سی او په حاضر حال کی د روسیی او چین او شاید د ایران او تر یو حده پوری د هند تر څنګ د طالبانو ترڅنګ دریدلی وی او ددی قصد لری چی دداعش د تروریزم سره په افغانستان او منطقه کی مبارزه وکړی.

  خو په دی منځ کی هغه څه چی ډیر اهمیت لری د افغانستان دولت او نظام دی چی آیا د معقول او دقیق فرمول څخه په استفادی سره د سیاستمدارانو ترمنځ چی مرسوم او متداول دی، په آخرو دقیقو کی د خپل ملت او هیواد د منافع په مصلحت عمل وکړی؛ هغه مصلحت چی د ځینو صاحب نظرانو په نظر ددی ائتلاف شبی سره په تړل کیدو سره د روسیی په مشری چی ددی ترڅنګ چی طالبان د حکومت و ګردونی ته واردوی، د افغانستان د ګاونډیانو اعتماد هم جلبوی او کولای سی امنیت او ثبات هم دی هیواد ته راوړی.

  یا هم د ملی وحدت سران د اوسنی حالت څخه ګټه نه پورته کوی او دغرب ترڅنګ په دریدو سره او دداعش د حضور سره په افغانستان کی، بحران په خپل هیواد کی تر نامعلومه کلو پوری ساتی؛ هغه پوښتنی دی چی وخت به هغه ته ځواب ورکړی؛ خو ډیری خلګ په دی هیله دی چی دا چپتیا او انتظار کول، د افغانستان ددولت او ملت کار د سوریی او عراق دولت په شان نه کړی او له دی نه مخکی چی دا هیواد د نورو نوی نیابتی جنګونو قربانی سی، زموږ مقامات خپل ځان ته راسی او د خپل هیواد او خلګو مصلحت ترنورو ترجیح ورکړی.
https://avapress.com/vdcaain6049new1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته