دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 98215
د پغمان د جنایت په تور نیول شوي کسان اصلي جنایتکاران دي؟
تاند- په داسي حال کې چې د کابل امنیه قومنداني او پولیسو د پغمان د پېښې په تړاو په لنډ وخت کې د مجرمانو په نیولو ویاړ کوي داسي شکونه پیدا شوي چې ممکن نیول شوي کسان د دې جنایت اصلي عاملان نه وي.
ویل کېږي چې د کابل امنیه قومندان، چې په انتخاباتو کې د جنجال پیدا کولو لپاره د دسیسې په طرحه کولو تورن دی، هڅه کړې چې له دې جنایته د ځان په ګټه استفاده وکړي او خلکو ته ځان یو قهرمان وښيي.
په همدې حال کې ځیني حقوقپوهان وايي، تر څو چې محکمې پرېکړه نه وي کړې پولیس حق نه لري چې د متهمانو اعترافات رسنیو ته وښيي یا مجرمان له رسنیو سره خبرو کولو ته اړ باسي.
د دوی په وینا ممکن نیول شوي کسان مجرمان نه وي او له هغوی څخه په زور اقرار اخیستل شوی وي.
ویل کېږي چې پولیس له تورنو کسانو څخه د اقرار اخیستلو لپاره د شکنجې او مخدرو موادو په شمول راز راز وسایل کاروي.
راپورونه وايي، هغوی چې د کورنۍ له غړیو سره یې دا لوی جنایت شوی، په دې جنایت کې پولیس ښکېل بولي.
د کابل پولیس وايي چې جنایتکارانو د پولیسو یونیفورم اغوستی و.
خلک بېلابېل قومندانان او د هغو پلویان، چې د کابل د پولیسو له قومندان سره تنظیمي اړیکې لري، په دې جنایت کې په لاس لرلو تورنوي خو تر څو چې محکمې پرېکړه نه وي کړې او اصلي مجرمان محکمې نه وي محکوم کړي دا ادعاوې به یوازې او یوازې د ادعاوو تر حده وي.
تر دې پخوا کله نه دي اورېدل شوي چې پولیسو دې مجرمان په دومره لنډ وخت کې او هغه هم په یوه بل ولایت کې نیولي وي. دا هغه څه دي چې د پغمان د قضیې په اړه یې شکونه زیات کړي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccpiqo.2bq4s8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته