دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۴
د مطلب کود : 93591
محسني: تراوسه پورې د انتخاباتو په اړه ۲۷۵ شکایتونه ثبت شوي دي
افغانستان کې د جمهوري ریاست د دوهم پړاو انتخاباتو له ترسره کېدو یوه ورځ وروسته د شکایتونو کمیسیون وايي؛ دوی سره ثبت شوي ډیری شکایتونو د انتخاباتو کمیسیون د کارکوونکو په اړه دي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویاند نادر محسني د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ له دوی سره د ثبت شویو۲۷۵ شکایتونو اوټیلفوني اطلاعوو له ډلې ۲۹ یې د انتخاباتو کمیسیون د کارکوونکو په اړه دي.
د کمیسیون پر دغو کارکوونکو تور پورې شوی چې؛ خلک یې هڅول چې، یو ځانګړي کاندید ته رایه ورکړي:
"د انتخاباتو په اړه ۲۷۵ شکایتونو او ټلیفوني معلوماتو راپورونه ورکړل شوي؛ په ځینو مواردو کې د کاندیدانو استازو د پیسو په بدل کې له خلکو رایې اخیستلې؛ په ځینو ځایونو کې د کاندیدانو استازو یوشمېر خلک ګواښل چې یوه ځانګړي کاندید ته رای ورکړي او همدارنګه په ځینو ځایونو کې امنیتي چارواکو نه شکایتونه شوي چې؛ په انتخاباتو کې یې مداخله کوله."
ښاغلي محسني وايي، هغه کسان چې د انتخاباتو په اړه شکایت لري؛ د انتخاباتو له قانون سره سم دې د رای اچوونې د پروسې له ختمېدو وروسته د ۴۸ ساعتونو په اوږدو کې له کمیسیون سره ثبت کړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویاند محسني د انتخاباتو په شفافیت ټینګار کوي او وايي، دوی سره ثبت شوي شکایتونه به د کره او موثقو اسنادو پر بنسټ څېړل کیږي.
د جمهوري ریاست دوهم دور انتخابات د جوزا په څلورویشتمه د شنبې په ورځ د عبدالله عبدالله او اشراف غني احمدزي ترمنځ ترسره شول او خلکو هم په کې پراخ ګډون کړی و.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي؛ د تېرو انتخاباتو په پرتله تراوسه د دوهم پړاو انتخاباتو په اړه له دوی سره کم شکایتونه ثبت شوي دي.
نادر محسني د انتخاباتو پایلو په اعلان کې د ځنډ د مخنیوي په هدف د انتخاباتو شکایتونو کمیسیون، کاندیدانو، خلکو او ملي او نړېوالو ناظرینو نه وغوښتل چې؛ دغه کمیسیون سره همکاري وکړي:
"موږ نن ورځ رسماً د انتخاباتو کمېسیون نه غوښتنه کوو؛ هغه شکایتونو چې د تېرې روځ انتخاباتو په اړه ثبت شوي؛ تر اته څلویښت ساعته پورې چې شکایتونه اخیستل کیږي؛ کوښښ وکړي دغه شکایتونو زموږ ولایتي دفترونوته ولېږي."
د جمهوري ریاست دوهم دور انتخابات د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ وشول.
د شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي چې؛ په دې اړه ثبت شوي شکایتونه به د دوو اونیو په اوږدو کې وڅیړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ ټاکل شوې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو وروستۍ پایلې د سرطان په ۳۱مه اعلان شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcezn8o.jh8xoi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته