دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 83030
په تخار او بدخشان کې ۹ تنه طالب وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شول
د تخار او بدخشان سیمه ییز مسوولین وايي؛ چې په دې ولایتونو کې ۹ تنه وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي.
د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند خلیل الله اسیر وایي؛ ۵ تنه طالبان د خپل قومندان سردار محمد سره یو ځای، چې مخکې له ۶ کالو راهیسې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد په اشکمش ولسوالۍ کې جنګېدل، دولت ته تسلیم شوي.
د بدخشان ولایت د وردوج ولسوال دولت محمد خاور هم ازادي راډیو ته وویل؛ چې د وسله والو طالبانو یو قومندان عبدالستار له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای د سولې له بهیر سره یو ځای شوی.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbggbw.rhbffp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته