ښځه د هرې کورنۍ او ټولنې د قوي مټ په توګه د درنښت وړ موجود او په ټولو ټولنوکې د بشري او مدني حقونو لرونکې ده او د دیني علومو، ټکنالوژۍ او د بشر په ننیو اقتصادي پرمختګونوکې یې د نارینه وو ترڅنګ ونډه هم ارزښتمنه ده.
دغه موضوع د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په خپله راډیویي وینا کې چې له ملي راډیو څخه خپریږي، څرګنده کړله.
جمهوررئیس کرزي وویل چې د اسلام د مقدس دین لوړ ارزښتونه او زموږ د هېواد اصیل دودونه ښځې او په ټولنه کې د هغې مقام ته ځانګړی ارزښت او درناوی لري.
خو له دغه ارزښت او درناوي سره سره بیا هم زموږ په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د یوې ټولنیزې ستونزې په توګه زموږ د ټولو لپاره د اندیښنې وړ دی او د هغه له منځه وړل زموږ د ټولو پاملرنه غواړي.
د هېواد جمهوررئیس وویل: د ښځو د حقونو د اعادې، د هغوی د موقعیت او حالت د ښه والي او په سیاسي، ټولنیزو، فرهنګي او اقتصادي فعالیتونوکې د ښځو د ګډون په باب افغانستان په تېرو ۱۲ کلونوکې د کتنې وړ بریالیتوبونه لرلي دي.
خو له بده مرغه د دغو مثمرو هڅو ترڅنګ باید ووایم چې زموږ په هېواد کې د تاوتریخوالي موارد اوس هم لیدل کیږي.
جمهوررئیس کرزي زیاته کړه: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د اسلام د مبین دین د ارشاداتو او زموږ د ټولنې د فرهنګي ارزښتونو پرخلاف یو ناوړه عمل دی چې له ټولو بشري او مدني موازینو سره په ټکر کې دی.
ده وویل چې د بېلابېلو عواملو او دلایلو له مخې زموږ د هېواد په کلیو او ښارونوکې له بده مرغه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی موجود دی. د دغې ناوړې پدیدې له منځه وړل په پرله پسې ډول مبارزه او د دیني علماوو، قومي مشرانو، دولتي، د بشري حقونو، او د ښځو له حقونو څخه د دفاع د بنسټونو هر اړخیزې
هڅې غواړي.
جمهوررئیس وویل چې حکومتي مسوول موسسات د هېواد د عدلي او قضایي بنسټونو په همکارۍ او په همدې ډول د بشري حقونو او د ښځو د حقوقو څخه د ملاتړ بنسټونه دې د تاوتریخوالي له رنځ څخه د هېواد د ښځو د خلاصون لپاره عملي پروګرامونه جوړ او له ممکنو لارو څخه په استفادې سره دې د هغو د پلي کولو لپاره هڅه وکړي.
حامدکرزي ټینګار وکړ چې د دغې مبارزې اساسي او لومړنی عنصر عامه پوهاوی دی. تر هغه مهاله چې د هېواد د ښارونو او کلیو ټول خلک ښځې او نارینه د ښځو له ټولو اجتماعي او بشري حقوقو، کورنۍ او ټولنې څخه په بشپړه توګه معلومات ترلاسه نه کړي د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره مبارزه به له ستونزو سره مخامخ وي.
حامدکرزي وویل چې له انساني او دیني ارزښتونو څخه د لرې دغه ناوړه عمل پر وړاندې د مبارزې لپاره د عدلي او قضایي بنسټونو په شمول له ټولو اړوندو دولتي موسسو، له ټولو دیني عالمانو، ملا امامانو او محترمو خطیبانو څخه په صمیمانه ډول غواړم چې د هغه ظلم پر وړاندې چې پر افغان ښځو کیږي په لوړ
افغان غږ خبری آژانسز سره خپل پیغام خلکو ته و رسوي او د جوماتونو او منبرونو له لارې د اسلام د مقدس دین په رڼا کې د ښځو د حقونو په بیانولو سره خپله ملي او دیني وجیبه ترسره کړي.
جمهوررئیس همدا راز زیاته کړه چې د هېواد د رسنیو په ځانګړې توګه د راډیوګانو ملي او انساني دنده ده چې د ښځو پرخلاف تاوتریخوالی وغندي او د دغه ناوړه عمل د زیانونو په باب چې کله کله د کورنیو د ښیرازې د له منځه تللو سبب کیږي، ځانګړې خپرونې برابرې او خپرې کړي.