دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 81250
خوست والي داقتصادي پياوړتيا ددروازې دسرحدي تاسيساتو څخه ليدنه وکړه
خوست والي عبدالجبارنعيمي چې دخوست ولايت دولايتي شورا غړو ،دادارو رئيسانو ،دامنيتي ځواک مسوولينو او دخوست ولايت دټولو ولسواليو ديني علماوو او مخورو مشرانو يې ملتيا کوله دګربز په سرحدي ولسوالۍ کې يې داقتصادي پياوړتيا ددروازې دسرحدي ګمرک او کميسارۍ دتاسيساتو څخه  ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې يې دغلام خان دبندر دتاسيساتو دملي پروژې دکارونو دکيفيت اوبهيرڅخه څارنه ترسره کړه ،دپروژې دتطبيق کوونکي شرکت مسوولينو ورغلو مشرانو ته دپروژې دهراړخيزو مشخصاتو ،پلان ،نقشې او دکاردبهيرپه اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
خوست والي وويل چې دغلام خان بندر دتاسيساتو پروژه دهېواد په کچه يوه ستره اوملي پروژه ده چې تکميل يې دملک په کچه اقتصادي اوتجارتې ګټې لري ،دنوموړي په خبره په دغه پروژه باندې شاوخوا پنځه ميليونه امريکايي ډالر لګښت راځي چې دامريکا دحکومت له لوري ورکول کيږي.
همداشان نعيمي ددې يادونه هم وکړه چې دښارڅخه تر غلام خان بندر پورې دسرک دکارونو پيل کيدو نور هم په هراړخيزه توګه ددغه ولسوالۍ اهميت زيات کړ.دايې هم وويل چې په  وروستيو دريو کالونو کې په دغه ولسوالۍ کې دسلګونو ميليونو افغانيو په ارزښت دبيارغونې پروژې پلې شوې اويا روانې دي.
ددغه پروژو څخه دليدنې پرمهال خوست والي اړونده مسوولينو او دګربز ولسوال ته لارښوونه وکړه چې هميشه په دغه ولسوالۍ کې دبيارغونې دپروژو دبهيرڅخه څارنه وکړي اوله ولس يې وغوښتل چې دهرې پروژې په تطبيق کې دمحلي حکومت سره همکار شي.
دغلام خان بندر ته دخوست والي په مشرۍ دورغلي  سترکاروان برخوالو دسيمې دامنيتي ،اقتصادي ،تجارتي او سياسي حالت ارزونه هم ترسره کړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzx0j.yt0fk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته