د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې تېره ورځ یوې ځانوژونکې حملې څلور برتانوي سرتیري ټپیان کړل.
افغان چارواکو ویلي، دا برید هغه مهال وشو، کله چې برتانوي سرتیرو په سیمه کې ګزمه کوله.
وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.
په هلمند کې پر برتانوي سرتیرو دا تازه برید وروسته تر هغې شوی چې؛ دغو ځواکونو د دې ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې خپله یوه اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)