دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 74776
له ظلم سره مقابله او په نورو ظلم نه کول دایران اسلامي انقلاب پیغام دی .

دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ له اسلامي انقلاب سره د سلطې دنظام اصلي مشکل له ظلم سره مقابله او په نورو له ظلم څخه دډډه کولو پراساس دایران داسلامي انقلاب اصلي پیغام دی .
حضرت ایت الله العظمی امام خامنه اي نن دایران د اسلامي انقلاب دسپاه پاسداران ځواک له قوماندانو او کارکونکو سره په کتنې کښې دانقلاب دعمومي ساتنې دمفهوم په بیانولو کښې په دې خبرې سره چې دسلطې نظام دنیا په دوو(۲) برخو یعني په ظالمانو او مظلوم ویشلي ده وفرمایل دایران اسلامي انقلاب له ظلم سره دمبارزې او له ظلم څخه دډډه کولو منطق له ځان سره راوړه او دغه منطق سبب شو چې دایران داسلامي انقلاب پیغام دایران په سرحدونو کښې کلابند نشي اوملتونه دهغه هرکلی وکړي .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې سره چې دایران په اټومي موضوع کښې دامریکا دشور ماشور او جنجال رامینځته کولو په شمول دسلطه ګرانو ټولې و یناوې او کړچارونه باید داسلامي انقلاب له پیغام سره د سلطې دنظام د اساسي ستونزې په چوکاټ کښې تفسیر او وڅیړل شي وویل دسلطې نظام ته اړونده او ظالم حکومتونه او نړیوال چورتالان کونکي چینلونه درې (۳)اصلي سیاستونه یعني جنګ غوښتنه ، بې وزلۍ رامینځته کونه او دفساد رامینځته کول تعقیبوي او له دغو سیاستونو سره داسلام مخالفت ددغه ستونزې بنسټ دی .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي ډاګینه کړه دایران اسلامي جمهوریت دامریکا یا بل کوم هیواد په خاطر نه بلکې داسلامي اعتقاداتو په خاطر داټومي وسلو دتولید او استفادې مخالف دی خو دایران د سوله ایزو اټومي فعالیتونو د مخالفانو حقیقي هدف بل څه دی .
دمشر تابه ستر مقام دایران دسپاه پاسداران ځواک ځلانده کارنامه دیوه ملت د هویت، شخصیت او بریالیوتجربو ژوره نښه وبلله او جوته یې کړه انقلابي پاتې کیدل ، انقلابي وسیدل او دقدم ثبات دایران داسلامي انقلاب دسپاه پاسداران ځواک ښکلي جلوې او ورایښتونه دي .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمایل سپاه پاسداران ځواک هیڅ کله په داخل کښې دبدلون دضرورت او په دنیا کښې دبدلونونو درامینځته کیدا په شان پلمو له خپلې اصلي او سمې لارې منحرف نشو .
حضرت ایت الله العظمی خامنه اي په دې خبرې ټینګار سره سپاه پاسداران ځواک داسلامي انقلاب دساتنې لپاره باید دمختلفو ډګرونو له بهیرونو او بدلونونو کافي او کامله پیژندګلوۍ ولري وویل ضرورت نشته چې سپاه پاسداران په سیاسي ډګر کښې فعالیت وکړي خو د بیلابیلو انحرافي او ګوډاګي غیر انحرافي بهیرونو یا دنورو سیاسي بهیرونو په باره کښې د اسلامي انقلاب دساتونکي په توګه ځیر ووسي .
دایران دمشر تابه ستر مقام دډپیلوماسۍ ددنیا پیچلتیاو ته په اشارې سره وویل د ډیپلوماسۍ ډګر دخندیدا او دخبرواترو دغوښتنې ډګر دی خو دغه ټول کړچارونه باید داصلي ستونزې په چوکاټ کښې درک شي .
هغه حضرت ټینګار وکړ دایران ملت په منطق او علمي حساب کتا ب سره پرمخي ځي خو دښمن دداخلي متناقض جوړښت په علت حتی که چیرې په ژبه یې هم ونه وايي دشاتګ او کمزورتیا په حال کښې دی اوپه دغه مقابله کښې راتلونکي دهغه چا دی چې په منطق او حساب کتاب سره پرمخ ځي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciqyay.t1a5y26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته