دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۴۱
د مطلب کود : 72722
د پاکستان او افغانستان د فوټبال سیالیو ته شیبې شمارل کیږي
د کابل ښار به نن د څه د پاسه درې لسیزو راپدیخوا د لومړي ځل لپاره دی یوې سترې ورزشي سیالۍ شاهد وي.
نن د کابل په ورزشي سټډیوم کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونه له یو بل سره مخامخ کیږي.
د فوټبال د نړېوال فدراسیون په لست کې افغانستان له پاکستان څخه په لوړ مقام کې دی او په دې وروستیو کې افغان فوټبالران په نړېوالو لوبه کې هم ښه ځلیدلي دي.
سیاسي اړیکي له کړکیچ څخه ډکې دي خو د ورزش پر وړاندې دا ډول سرحدونه بې معنا دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فوټبال نننۍ سیالي دوستانه ده او تمه ده چې؛ د دواړوهېوادونو میلیونو خلکو لپاره به له هیلو ډکه وي.
له ۳۶ کلونو راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونه په کابل کې د فوټبال د فدراسیون په میدان کې له یو بل سره سیالي کوي.
د فوټبال نړېوال فدراسیون یا فیفا په خپله انترنت پاڼه کې د نورو لوبو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نننۍ لوبې موضوع ته هم ځای ورکړی دی.
د فیفا د ټیمونو د لست له مخې افغانستان دا مهال ۱۳۹ مقام کې او پاکستان د دې لست په ۱۶۷ نمبر دی.
د افغانستان د فوټبال ملي د نړۍ د هغو ټیمونو په کتار کې دی چې؛ په دې وروستیو کلونو کې يې ښه پرمختګ کړی دی.
له دې څخه شاوخوا ۳۶ کال وړاندې د کابل په غازي سټډیم کې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونو مسابقه کړې وه چې؛ هغه مهال افغانستان پاکستان ته د صفر پر وړاندې په یوه ګول ماته ورکړې وه.
ټاکل شوې ده چې؛ نننۍ لوبه د کابل په وخت د مازدیګر په ۴ بجو پیل شي.
اکثره افغانان د فوټبال په نننۍ سیالۍ کې د خپل ملي ټیم د کامیابۍ لپاره هیله مند دي خو په مجموعي توګه د افغانستان د خلکو لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دادی چې کابل به د درې لسیزو ورانونکو جګړو وروسته د لومړي ځل لپاره د یوې نړیوالې ورزشي سیالۍ کوربه وي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiqnq.23niidjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته