دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 72154
دعربستان د تېلو صادرات د ورځې لس مليون بېرلو ته ورسيدل
تاند- د سعودي عربستان د اومو تېلو توليد د تيرې جولای په مياشت کې د ورځې لس مليون بېرلو ته ورسيد. تر دې مخکې سعودي عربستان د ورځې نهه ملیونه او شپږ لکه بېرله تېل تولیدول.
د دې هيواد د اومو تېلو ادارې په رياض کې اعلان وکړ، سعودي عربستان، چې په نړۍ کې د تېلو لوی صادروونکی هيواد دی، تيره مياشت د ورځې لس مليون بېرله اومه تېل د نړۍ بازارونو ته وړاندې کړل اويو اندازه تېل یې ذخیره کړي هم دي چې د بازار د تقاضا په صورت کې یې عرضه کوي.
په تيره جنوري مياشت کې د دې هيواد څخه د نړۍ بازاونو ته د تېلو صادرات ۹.۳ او په مې مياشت کې ۹.۶ مليونه بېرلو ته ورسيدل.
د تېلو کارپوهان وايي چې د سعودي عربستان دا ظرفيت لري چې د ورځې ديارلس مليون بېرله نفت هم صادر کړي .
په سعودي عربستان کې د هوا په ګرميدو سره د تېلو په خرڅلاو کې معمول زياتوالی راځي.
دويلو ده ،چې ايران هم تيرکال د ورځې ۲.۳ مليونه بېرله تېل صادرول خو د نړيوالو بنديزونو له امله دغه اندازه د ورځې يومليون ته راټيټه شوه او ورځ تر بلې د نفتو اخيستونکي له لاسه ورکوي
سرچينه : د صدای افغان خبری(آژانس)
https://avapress.com/vdcgtq9u.ak9xn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته