دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 70609
د ټاپي له پروژې به افغانستان ۵۰۰ میلیونه ډالر هرکال ترلاسه کوي
تاند – د افغانستان او ترکمنستان د ګازو د پروژې جزییات خپاره شول. تیره اونۍ د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې د افغانستان د معدنونو وزیر د ترکمنستان د ګازو له کمپنۍ سره د ( ټاپي) د ګازو د نللیکې په اړه یو تړون لاسلیک کړ.
د دې تړون له لاسلیک سره د دې پروژې د عملي چارو د پیلیدو لور ته یو مهم ګام واخیستل شو. دغه پروژه چارې به، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان اوبیا هند ته لیږدوي عملا پیل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې د شوي تړون له مخې به د ترکمنستان ګاز د دیرش کلونو په مخه تر هند پورې د افغانستان له لارې ځي.
د تړون له مخې به افغانستان ته په لومړیو لسو کلونو کې پنځه سوه میلیونه کیوبیک متره ګاز ورکوي بیا به په دوهمو لسو او درییې لسیزې کې دغه اندازه یو اعشاریه پنځه بلیونه کیوبیک مترو ته هرکال ورسیږي.
د تیرې اونۍ د عشق اباد په غونډه کې څلور واړه هیوادونو، افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند موافقه وکړه، چې د اسیا د پرمختیایي بانک په همکارۍ به د ټاپي لمیټد په نوم یو ګډ کانسورسیوم د ۲۰۱۳ کال تر پایه جوړوي.

د دې پایپ لاین له تیریدو سره به افغانستان هرکال نژدې پنځه سوه میلیونه ډالر ترلاسه کوي.
د دې پروژې لومړی تړون په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی و، خو په افغانستان کې امنیت یو سترګواښ دی چې د دې نللیکې د تیریدو چارې یې عملا تر اوسه ځنډولې دي.

د سیاسي چارو یو شمیر شننونکي په دې باور دي چې پاکستان انرژۍ ته ډیره اړتیا لري او د دغه هیواد نوي صدراعظم نوازشریف چې کله تیره میاشت د صدراعظم په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل نو په خپلو خبرو کې یې تر هرڅه پر انرژۍ ډیر ټینګار وکړ. د شننونکو په نظر پاکستان ښایي دې ته اړ شي چې د خپلو خلکو د انرژۍ د کمبود د مخنوي لپاره د ټاپي په پروژه کې مرسته وکړي، د دغې مرستې لومړی ګام به دا وي چې اسلام اباد طالبان د افغانستان په لویدیځ او جنوب لویدیځ کې په هغو ځایونو کې چې د ټاپي د ګازو پایپ لاین به تیر شي، له شخړو راګرځوي.
داسې ښکارې چې له ۲۰۱۰ کال راپه دې خوا اسلام اباد په دې برخه کې یو لړ هڅې هم کړې دي، کندهار او هلمند چې تر ګردو ناکرار ولایتونه وو هلته نسبي امنیت ښه شوی او د هغې خوا په پرتله د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو بریدونه ډير شوې دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhmea.uqeyyz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته