دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 64511
افغان ځواکونو په ګوشته کې د پاکستاني پوځیانو پوسته ویجاړه کړه
د ننګرهار په ګوشتې کې تر اوسه د درنو وسلو جګړه روانه ده.
په ختیځ کې د سرحدي پولیسو مطبوعاتي مسوول ادریس مومند ازادۍ راډيو ته وویل؛ دغه نښته، چې نن سهار شاوخوا اته بجې او شل دقیقي پیل شوې وه تر اوسه روانه ده.

د نوموړي په خبره برید لومړی له هاغې غاړې شوی او وروسته دوه طرفه نښته پيل شوې، چې په پایله کې افغان سرحدي ځواکونو وکولی شول، چې هلته په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو یوه مهمه پوسته؛ چې د زیکویک په نامه مشهوره وه ویشتې ده او په بشپړه توګه يې ویجاړه کړې ده.
نوموړی وايي، چې په دې پوسته کې پاکستاني ملیشو ته د مرګ ژوبل زیان اوښتی دی، ولې کره شمېره يي نه ده معلومه.

په دې نښته کې تر اوسه د افغان سرحدي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه هم رپوټونه نه ده خپاره شوي.
بل خوا په ګوشتې ولسوالۍ کې قومي مشران او ځوانان راټول شوي، تر څو په ګوشتې ولسوالۍ کې له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اږه وجنګیږي.
دې غاړه په جلال اباد ښار کې د کوچیانو په استازولی عبدالرحیم کوچۍ ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل،چې دوی ټول کوچیان دې ته تیار دي،چې د خپلو امنيتي ځواکونو سره په یو قطار کې د خپلې خاورې دفاع وکړي.

ویل کیږي،چې د ګوشتې ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې پاکستاني طیاری الوتنې کوي،خو بل لور په سیمه کې سرحدي پولیس واييي،چې دوی هم په بشپړه توګه د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezn8p.jh8ezi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته