دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 58034
کهر: پاکستان طالبان خبرو ته حاضروي خو نور د افغانانو کار دی
تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر پرون وویل، پاکستان افغان طالبان خبرو ته حاضرولی شي خو د خبرو مشري او یوې نتیجې ته د هغو رسول د افغانانو کار دی.

حنا رباني کهر له لندن څخه یوه پاکستاني تلویزیون ته په مرکه کې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې د خبرو لپاره د اسانتیا په رامنځته کولو کې د پاکستان رول مهم وباله او ټینګار یې واکاوه چې افغانستان باید په دې خبرو کې مخکښ رول ولوبوي.

مېرمن کهر له جیو نیوز تلویزیون سره په مرکه کې له طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ تور رد کړ، ویې ویل:«پاکستان په خپله د طالبانو له لاسه په کړاو کې دی.»

د مېرمن رباني کهر اشاره هغو پاکستاني طالبانو ته وه چې د پاکستان له پوځ سره جنګېږي او کله نا کله ادعا کوي چې دا طالبان د افغانستان په خاوره کې پناهځایونه لري.

پرون د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي او د بریتانیا له صدراعظم ډیوید کامرون سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ډاډ ورکړ چې پاکستان به له طالبانو سره د خبرو د هرې هڅې کلک ملاتړ وکړي ځکه چې د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkvnm.23n6xdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته